تاند – د تاند له خوا د یوې ترسره شوې آنلاین سروې په اساس، ۹۲٪ ځواب ویونکي وایي، چې د پاکستان په نسبت هندوستان د افغانستان ښه دوست دی.

۸٪ ځواب ویونکیو د پاکستان په پلوۍ رایې ورکړي. د دوی په ډله کې نژدې نیمایي د پاکستان مېشتو پښتنو دی چې د دغه ملک په ګټه یې رایه ورکړې ده.

تاند خپله دا سروې د (کوم یو د افغانستان ښه دوست دی؟ د رایې ورکولو لپاره د وطن نوم کلېک کړئ، او دلیل کولی شئ په تبصره کې ولیکئ) تر عنوان لاندې د اکتوبر په ۱۴مه پیل کړه چې د اکتوبر په ۲۱مه پای ته ورسېدله.

وېب سایټ له خپلو مینه والو څخه چې یوازې د فیسبوک د مینه والو شمېر یې له یو میلیون کسانو څخه اوړي، د هغوی د رایو او نظرونو غوښتنه کړې وه. په سروې کې خواوشا ۳۲۰۰ کسانو رایې ورکړي او په لسګونو تبصرې شوي دي.

د پاکستان د امت ورځپاڼې عکس چې له فیسبوک څخه را اخیستل شوی دی.

یوه ځواب ویونکي، وزیر ځدراڼ، لیکلي، « پاکستان ترهګر رالېږي، ولس مو وژني هيواد مو ورانوي ځان ته مسلمان وایی. هندوستان مو هيواد جوړوي، ځوانان مو روزي، د ترهګرو مخنیوی کوي او هندوان دي له داسې مسلمان نه راته هندو ښه ده،»

عبدالهادي بلاول لیکلي، « دواړو سره حسنه هراړخيزى اړيکى جوړول ضرور دى. پاکستان د هند په پرتله زمونږ نژدى همسايه دى له پامه غورزول يى زمونږ په زيان دى. بايد پاکستان سره ښى اړيکى ټينګى او اختلافات له منځه ولاړ شى. هند د دوستۍ رويه قابل د قدر او احترام ده، پاکستان نه هم د دغسې رويې هيلې کوو،»

له پاکستاني‌ رسنیو څخه چې د پوځ او استخباراتي ادارو تر واک لاندې خپرونې کوي معمولا د افغانانو او افغانستان په وړاندې له کرکې څخه ډکې خپرونې کیږي، او دغه ادارې له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د هغو یاغي وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ کوي او افغانان وژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *