چې تاسره نانځکه زما غاړه کې لينده وي

جانانه بيا دې هغه ماشومتوب راباندې راشي

ټال :

زموږ ترمنځ د محبت بل ثبوت نه دې پاتې

نه هغه توت، نه هغه ټال شته نه هغه ماشومتوب

هو !اوس نه هغه ټآل شته، او نه هغه ماشومتوب، خو دملک کاکا په زړه او ويجاړه کلا کې اوس هم د توت هغه سوروره ونه ولاړه ده، چې يو وخت به مو پکې په ټال جوړه زنګل، ددې ونۍ هم هغه پخوانۍ مزه نشته ډیرې خاښونه يي وچ دي ،که د باران په اوبو اوبه شي وي به ګنې نور څوک يي د پاللو نشته هر وخت ېې له تندې څانګې زوړندې وي ، تيره ورځ د همدې کلا ترڅنګ تيريدم ، نه په کې هغه پخوانۍ لرګينه دروازه وه، او نه يي هغه دنګ برجونه ، بازوګان يي نړيدلې و د همدې توت رنګي سوري ته کيناستم ،

آه !څه وخت و ،زه ماشوم وم او دا کلا روغه وه ، دا توت د کلې له کوز سره هم ښکاريده د کلا د دنګو ديوالونو يي څانګې لوړې وي ،د کلي مستې پيغلې به راټولې وي ، په ټال به په نوبت لانجه وه ، غرڅنۍ چې ټولو به شيشکه بلله په زور به يي د ټال لړونه ونيول او ټال به يي د ومره هواګير کړ چې ټيکرې به يي له سره ولويد او طلايي زلفو سره به يي مستي هوا لوبې کولې ، د بنګړو شرنګار او کړسنده خندا ګانو شور به غوږونه کړنول ، نه پوهيږم دا بيت د چا دې خو شايد ددې حالاتو څخه زيږيدلې وي :

په ځان پوی نه شوې ټال دې دومره هواګير کړلو چې

بنګړي دې مات شول، لو پټه دې هم هوا يوړله

پورته مې وکتل، د زاړه توت په خاښونو کې مې د ټال د پړي تتې نښې وليدې ، زړه مې وريږديد تيرې خاطرې او يادونه لکه د تسبو د شليدلي لړ څخه ښويدونکي د تسبو دانې يو بل پسې راروانې وې ،نا څاپه مې له خولې ووتل :

د توت منډه باندې د پړي نښې اوس هم شته دی

خو هغه نشته چاچې ټال باندې جنګونه کول

خبره مې څه کوله او چرته لاړه ، د کليوال ژوند هم بلا رنګونه وي، چې له هغې ډلې يی يو ټال دې ، د انسان له پیدا يښته ورسره سم ټال ملګرې شي، څومره چې لويږي نو دټال په جوړښت کې هم ورسره تغير راځي ، په کومې کورنۍ کې چې د ماشوم د راتلو تمه وي نو په کليو کې ورته کورنۍ لا له وړاندې په سپین ملل د زانګو لپاره د ډیمس په تار ګلونه جوړوي ، او بيا چې ماشوم دې نړۍ ته راشي نو زانګو پرې دومره ګرانه وي چې بغير له هغې نه، وده کيږي، نه پوهيږم دا په زانګو کې کوم سرور او کيف دې چې په چغو سر ماشوم د مور په خوږه غيږه کې نه قراريږي خو چې د زانګو غيږ ته لاړ شي ، او د مور د اللو ، للو خوږې سندرې واوري نو په ژړا لمدۍ سترګې به يي موسکۍ شي او د خوب بډۍ به يي وتښنوي ، څومره چې ماشوم لويږي نو ټال هم پورته ځي د زانګو له ټيټو پښو د اونو څانګو ته پورته شي او بيا نو داسې رنګونه راوړي چې هم د کلي چوپې کوڅې سندريزي کړي او هم د پښتو شعر او ادب ته ډیر څه ورکوي ، مخکې به ځوانانو د کلي د سختو محدوديتونو او د رواج دبنديزونو سره سره ښه تر مړښته ديدنونه کول ، جنکۍ به په ټال ګرمې راغلې وي او زلمو به ددې زړه وړونکې منظرې ننداره کوله زموږ شاداب لالا هم ددې خوندورې صحني څومره په هنر عکاسي کړيده په سره غرمه لمر ته ولاړ دې خو د مينې له تاوه د لمر په تودوخه نه پوهيږي او ښه په نره په خپله محبوبه غږ کوي :

د خپله بامه درته ګورم جوټې تيزې وهه

زما ولاړه په غرمو ده او ستا ټال سوري ته

خو ټول ځوانان به د شاداب په څير زړور نه و ، ځينې به د بختيار ساحل په څير هسې خبرو ته بهانه جوړوله او غلې به يي د خپلې مينې ليونۍ ته ويل :

زموږ چينار کې مرغو ځالې کړي

ستاسو چينار کې ياره ټال ښه دې

په بیره کې ټال ،په چينار کې ټال ،په توت، او نورو ونو کې ټالونه ياديږي، خو د بيرې ټال بيا ډیر مشهور دې، نه پوهيږم علت يي څه دې چې دبيرې ټال ډیر مشهور دې ، زه خو وايم شايد دبيرې منډان به کلک وي د ماتيدو ويره به يي نه وي او یا به هم د جوټو پر وخت د بيرې له ونې بيرې راپريوځي او هغه به بیا مينان لکه د شليدلي هار دانې راټولوي او پرې بنډار به کوي، خو زما ليکوالان ملګري اکمل ظاهر او اصف دلاور راته وايي چې نه ( بيرې ونې د کليو تر څنګ په ميرو کې هم ډیرې وي هلته چې نه د غمازانو د راتلو ويره وي، او نه د مينانو د جوړه ځنګلو په وړاندې څه خنډونه ، دبيرې د ونې د ګلانو بوۍ هم خوږ دې او د دښتو په غيږه کې ديدنونه هم خوند کوي )

دوې هم بد نه وايي دا خو ځکه چې زيار صيب هم دا ليونۍ شيبې تيرې کړي اوس که ورسره خپله محبوبه نشته خو دې ليوني اوس هم د ټال لړونه نيولي او وايي :

هم يي بيره ده ساتلې هم يي ټالدې

راشه ستا ليونې اوس هم په خپل حال دې

نه پوهيږم چې شعر د چا دې خو زر څانګه هم خپل د مينې لالي ته وايي چې :

راوړه بندۍ بندۍ چې وپیرونه

جانانه بيرې ته راځه چې وزانګونه

نو دبيرې ټال خو رښتيا هم له ډیره کماله ډک دې ،ځینو انجونو به بيا هسې د ټال نوبت نيولې و ،او نه به يي زنګل ، د ټال لړونه به يي نيولي و ، ځکه نو شاعر نورو انجونو ته وايي :

جينکو دوې له پيره مه وکوۍ

دوۍ زانګي نه ، په ټال خبرې کوي

خو ، افسوس اوس نو زموږ له کلو دې رنګونو کډه وړۍ ده، ځکه مو له ټپو او کلاسيکي شاعرۍ پرته په اوسنۍ شاعرۍ کې هم د ټال ياد کم دې ،

زموږ دې خټينو کورونو او چوپو کوڅو ته به دا رنګونه او خوندونه څنګه بيرته راستيږي ؟

څنګه به دا چوپې کوڅې يو ځل بيا د بنګړو په شرنګار او د کړسنده خندا ګانو يه شور سندريزې شي ؟

او که بيتاب به ترڅو خپل مسافر لالي ته دروغ وايي چې :

جيګه ونه کې به غټه رسۍ واچو

دواړه زانګو به په ټال اختر ته راشه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *