د ټاپي پروژه چې د لس بیلیونه ډالرو په ارزښت له ترکمنستان څخه افغانستان ته په رسېدو ده او تمه ده چې ډېر ژر به یې د رغونې چارې له افغانستان څخه تر کوټې، ملتان او همدارنګه د هندوستان فاضلیکا ښارګي ته ورسېږي. د دې پروژې په پلې کېدو سره به د جغرافیایي اقتصادي ودې له کبله سیمه ییزې اړیکې پراخې شي.
دا نللیکه – چې د ترکمنستان په ساحه کې ۲۱۴ کیلومتره د افغانستان په ساحه کې ۷۳۳ کیلومتره او د پاکستان په ساحه کې ۸۲۷ کیلومتره فاصله طی کوي – ټول ټال اوږدوالی ۱۷۷۴ کیلومترو ته رسیږي.
د ترکمنستان له ګلکیش سیمې څخه چی تقریبا د ۷،۹۴ تریلیونه کیوبک متره ګاز زېرمې لري او د معاهدې له مخې به د دیرشو کلنو لپاره ۳۳ بیلنه کیوبک متره ګاز جنوبي اسیا ته ورکوي.چې هره ورځ به د دی نللیکی په واسطه ۹۰ میلیونه ستندرد کیوبک متره ګاز انتقال مومی چی په دې کی به هندوستان ۳۴ میلیونه ستندرد کیوبک متره او پاکستا ن به هم ۳۴ میلیونه ستندرد کیوبک متره او همدارنګه افغانستان به ۱۴ میلیونه ستندرد کیوبک متره برخه ولري.
ټاپي پروژه په ۱۹۹۰ کی د طالبانو په دور کی د بریډاس، یونیکال کمپنیو لخو ا مطرح شوه خو د زیاتو مشکلاتو په وجه ونه توانیدل چی پروژه پرمخ پیل کړي. مګر په تیرو لسو کلونو کی د افغانستان زیات فشار پر دې وو چې داپ روژه یو ځل بیا شروع کړی. په سیمه کې د امریکا لخوا سیاسی فعال حضور د ټاپی پروژی لپاره یو علت کیدلی شي چې په ترکمنستان کې د روسیې نفوذ کم کړی. ترکمنستان چی چین، روسیې او ایران ته ګاز ورکوی مګر روس او ایران غواړی چی دی برخه خپل واردات کم کړی او برعکس خپل صادرات زیات کړی او چین د ترکمنستان ګاز لپاره ښه بازار دی. پورتنی فکتور ترکمنستان مجبوره کوی چی بله بدیله لار ولری نو جنوبی اسیا د ترکمن ګاز لپاره ښه بازار ده.
مهمه داده چی هر څوک دنړی پدی بازار کی خپلی ګټی لټوی نو افغانستان لپاره به ددی پروژی ګټه څه وی ؟
لومړی د ترکمنستان سره دوه اړخیزه اړیکه جوړول او دی اړیکی ته پراختیا ورکول او په راتلونکی دنورو پروژو لپاره لاره برابرول همدارنګه څلور جانبه اړیکی ټینګول او دخپل وطن ګټی خوندی کول .خصوصی سکتور باندی مثبت اثر لری .دتولید په برخه کی به دکارخانو لپاره یوه ښه انرجی وی تر څو ګازپه واسطه تولید وکړی.
یواځی ۴۵۰ میلیونه دالره به افغانستان ته مالیه له همدی لاری راځی .د تکمیلیدو وروسته به د حفظ او مراقبت ، کار او محافظت برخه کی به زرګونه هیوادوالو ته دکار زمینه برابره شی .
که چیری اینده کی افغانستان خپل ګاز راوباسی له همدی نللیکی یې انتقالولی شی.همدارنګه د سیمی د هیوادونو ګټو ته بڼه ورکوی او په اینده کی به د ښه روابطو د ایجادولوسبب ګرځی بله ګټه یی دا ده چی د سیمی د ټاپی پروژی کارکوونکی به خپلی تجربی یو دبل سره شریکوی او په همدی مربوط برخه کی د کدرونه تربیه کول به د افغانستان لپاره خاص اهم وی .سوله او ثبات لپاره به یو ښه اقدام اوسی ولی څلور واړه هیوادونه نه غواړی چی خپلی منافع په خطر کی واچوی بلخصوص دپښتنو سیمو لپاره به دامن پیغام وی.
امنیتی ګواښ به د افغانستان په ۷۳۳ کیلومتره ساحه کې به دا پروژه زیانمنه کړي مګر حکومت ویلي دي چی د دې پروژی د امنیت لپاره به ملي اردو وګوماري، ترڅو یی امنیت خوندي کړي.
له نړۍ سره نښلیدل به دهیواد لپاره یو ښه ګام اوسي ځکه بهرني هیوادونه به دلته خپله نفع ویني او د افغانستان دثبات به د دوی لپاره مهم وي دا نښلیدل که د ګاز نللیکی په واسطه وي یا ریل خط یا نوری دې ته ورته پروژو په واسطه.
له بلې خوا پاکستان د منځنی اسیا څخه د وارداتی برق لاسته راوړولو کی زیاته دلچسپی لری ځکه خپله پاکستان د برښنا د کمبود سره مخ دی مګر نه غواړی چی افغانستان د هند د واګې (واهګه) بندر له لارې خپل تجارت له هند سره وکړی که څه هم افغانستان د ۲۰۰۷ راهیسی د سارک غړی دی داسی پروژې لکه ټاپي او برښنا چې د افغانستان له لارې تیریږی په راتلونکي کې به دهند او افغانستان تجارت د پاکستان له لارې امکان ته زمینه برابره کړي مګر دمګړۍ د چاه بهار بندر باندی کار روان دی چی هند او افغانستان به خپل تجارت ته له همدی لارې دوام ورکوی.