د کب میاشتې څلورمه نېټه د نورو ورځو سره بېخي متفاوته وه، ټوله ورځ د يوې او بلې خوښۍ خبرې وې.
د ټاپي پروژې د پرانيستې مراسم هيله بښوونکی و، چې هيواد په اقتصادي څلور لارې بدلېدونکی دی، د ریل پټلۍ پټۍ پرې کول وو،چې يو شمېر ترکمن مېلمانه د ریل په وسیله تر تور غونډۍ پورې راغلل، ترکمنستان، افغانستان پاکستان او هند پورې د ګاز نل ليکې د افتتاح مراسم ډېر په زړه پورې وو، افغانستان د نړۍ بام دی، که ګاونډي هيوادونه يې د ورانونې پر ځای ودانولو انګیزه ولري او ترهګرو لاسنيوی ونه کړي، نو افغانستان له لوري به د ټاپي نل ليکې په څېر سلګونه نورې پروژې هم ګاونډي هيوادونه له بدې ورځې وژغوري.
د ټپي اقتصاد رغوونکي پيل مزل له همدې ځایه پيلېږي، د ورځې بل مهم خبر د پنجاب او ترهګرو انډيوالي ته د حقيقت له سترګيو وکتل شول او پنجاب د ترهګرو خواخوږي په توګه تور لېست کې شامل شو.
دوه افغانان د واحد افغانستان لپاره مبارزې ډګر ته ووتل، هغوی دواړو د هيواد ملي بيرغ پر اوږو او خپلو سیالانو ته يې ماتې ورکړه،نړۍ ته يې وښوده، چې موږ سوله خوښوونکی او نه بېلېدونکی ملت يوو، څو فاصد او مفسد چارواکي او جنګ سالاران زموږ استازولي کولی نه شي، دغه دوه افغانان د واحد افغانستان وياړونه دي، په تاجک او پښتون کوم چا یاد نه کړل، بلکې دوه افغانان د واحد افغانستان وياړونه ياد شول.