تاند نیوز ډېسک: د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په تېرو نهو ورځو کې چې د ټاکنو لپاره تقویتي نوملیکنه پیل شوې، په ټول هېواد کې ۵۲ زره کسانو تذکرې سټیکر کړې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عزیزاحمد ابراهیمي رسنیو ته وویل، په ۳۳ ولایتونو کې له ۹ ورځو راهیسې د ۱۷۲۰۰ ښځو په ګډون ۵۲۰۴۲ کسانو پر خپلو تذکرو سټیکر لګولي دي، په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون نن دوشنبه له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل، په ۳۳ ولایتونو کې ۴۰۲ زره او ۴۱۶ رای ورکوونکو ټاکنو ته نومونه لیکلي دي.

د کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني ویلي، د نوملیکنې له پیله د جوزا تر ۲۵ مې ۲۶۴ زره نارینه، ۱۳۸ زره ښځینه او ۳۷۷ کوچي رای ورکوونکو د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره نومونه لیکلي دي چې یوازې ۵۹ زره کسان یې د غزني خلک دي.

خو عزیز احمد ابراهیمي بیا وایي، د کمیسیون مشره په ارقامو کې تېروتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څارونکي بنسټونه ولسمشریزو ټاکنو ته د کمیسیون په تیاریو شکمن دي او وایي، کمیسیون ټاکنې نه شي کولی، نه یې بودجه کې شفافیت مراعات شوی نه هم ارقام او لیستونه برابرولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *