تاند: نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه خبرې ناسته کې ټولو دولتي او غیر دولتي رسنیوو ته خبرداری ورکړو چې په هیڅ ډول هم د کوم نوماند ملاتړ ونکړي
دوئ همدا راز له دولتي کارمندانو هم غوښتنه کوي چې نه په ټولنیزو رسنیوو او نه په کوم ټلویزوني برنامو کې د کوم نوماند په طرفدارۍ خبرې وکړي
دوی خبرداری ورکوي چې سرغړونکوو رسنیوو او دولتي کارمندانو سره به قانوني چلند وکړي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیوو کمیټي رییس محمد رفیع رفیق صدیقي په یوه ګډه اعلامیه کې دغه موضوعاتو رسنیوو ته په ډاګه کړل
ټاکنو کمیسیون له نوماندانو هم غوښتنه کوي چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ په سم ډول ترسره کړی او دغه پروسه د هیواد ټولو برخو ته ورسوي
دوی په نوماندانو نیوکه کوي چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ په یو خاص ځاي پورې محدودي چې دا د هیواد په ګټه نه دي
په ورته وخت کې بیا د کورنیوو چارو وزارت وایي چې ۴۹۳۲ مراکز د دوئ تر کنټورل لاندې دې چې د دوئ د امنیت خوندیتوب لپاره یې ۷۲ زره امنیتي سرتیري ګمارلې دي .