تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د ټاکنو کمېسیون حقوقي ریاست د سکوت دورې له پيل سره سم پر ولسمشریزو نوماندانو غږ کړی دی چې د خپلو کمپایني لګښتونو راپور دې ورته ژر تر ژره وسپاري.
د ټاکنو کمېسیون د حقوقي برخې رئیس جعفرعلي نوري تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وايي، له نوماندانو یې په رسمي ډول غوښتي چې د نن پنجشنبې تر پایه پورې دوی ته د خپلو کمپایني لګښتونو بشپړ راپور ورکړي.
نوموړی وايي، د هر نوماند لپاره یې د کمپایني مصارفو حد ۴۴۱ میلیونه، ۷۸۳ زره او ۵۵۵ افغانۍ ټاکلی و چې له دې څخه زیات مصارف په تخطۍ او سرغړونه کې راځي: (( که هر نوماند له دې زیات مصرف کړی و، موږ یې راپور د شکایتونو کمېسیون ته استوو. دغه راز هغه نوماندان چې یا راپور نه راکوي، یا ناقص راپور راکړي هغوی هم معرفي کوو.))
نوموړی وايي، که کاندیدان د لګښتونو له حد څخه په اوښتو کې مجرم وپېژندل شول، سخت قانوني برخورد ورسره کېږي.