تاند: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، له پلټنو وروسته خپلو هغو دایمي او لنډمهاله مدیرانو سره قانوني چلند کوي چې د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې یې د درغلۍ اسناد پرې موجود وي.

د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي نن چهار شنبه وویل، کمېسیون به ډېر ژر له تخلف کوونکو کارمندانو سره قانوني برخورد ته راوګرځي او یو شمېر به یې څارنوالۍ ته هم معرفي کړي.

په دې تړاو د ټاکنو کمېسیون د اووه واړه غړیو پرېکړلیک کې راغلي، له خپلو وظیفوي صلاحیاتونو نه په استفاده، د چاپه ګټه او زیان کار، د نتایجو د فورمو ترتیب، د رایې محلونو ته له عذب پرته د ټاکنیزو موادو نه استول، د انتخاباتي موادو راټولونه کې کم کاري، د رایو بیا شمېرنه کې بې نظمي، د رایه ورکوونکو د کتابچو ورکېدل، د بایومتریک دستګاو او نورو موادو ورکېدل هغه موارد دي چې په اړه به یې مسوولان وپوښتل شي.

د تېر کال د ولسي جرګې ټاکنو کې د درغلیو له پراخو راپورونو وروسته افغان حکومت دغه ټاکنې فاجعه وبللې او د کمېسیونونو ټول غړي یې له یوې مخې نه یوازې له دندو لرې کړل بلکې ټول یې ممنوع الخروج هم اعلان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *