تاند، جمعه، د قوس ۳۰مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، له تخنیکي پلوه دې ته چمتو دي چې د شنبې یا هم د یکشنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په ۳۴ ولایتونو کې د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او باطلولو بهیر د نوماندانو د څارونکو، مشاهدینو او د شکایتونو د کمېسیون د استازو په حضور کې عملا بشپړ شو.
بلخوا د ټاکنو د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ تاند ته وویل، د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره کامل چمتووالی لري.
نوموړی وايي، تخنیکي ستونزه نشته او که بله ستونزه پیدا نه شي نو د شنبې یا هم د یکشنبې په ورځ به لومړنۍ پایلې اعلان کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د دریو میاشتو په تېرېدو لا هم د یو لړ خنډونو له کبله نه دي اعلان شوي او دوه ځلې یې د اعلان نېټه ځنډول شوې ده.