تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د رایو بیا شمېرنې ته بشپړ چمتووالی لري او ژر به دا بهیر پیل کړي.

د ټاکنو کمېسیون غړي ښاغلي اورنګ زېب نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ټاکنو مرکزي کمېسیون سرور کې له یو میلیون او ۹۲۹ زرو څخه زیاتې رایې وې چې له دې منځه درملوګ شرکت له ۸۶ زرو څخه زیاتې رایې باطلې کړې دي او اوس یو میلیون ۸۴۳ زره ۱۰۷ رایې د اعتبار وړ دي.

 نوموړی وايي، په باطلو شویو ۸۶ زره رایو کې د تکراري انځورونو، له انځور څخه د انځور اخیستلو او د سهار له اووه بجو څخه د مخه او د ماښام له پنځه بجو څخه وروسته کارول شوې رایې شاملې دي.

د ښاغلي اورنګ زېب په وینا دا ځل د عقرب په ۲۳مه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو هیڅ تخنیکي ستونزه او بهانه نشته.

ټاکل شوې چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ پایلې یې د قوس په ۱۵مه اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *