تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پایه به پاتې اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته ورسېږي.
د ټاکنو کمېسیون، د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلګۍ له اجازې وروسته پرون یکشنبه په پنجشېر، بغلان، بدخشان، تخار، سرپل، جوزجان او فاریاب کې د رایو بیا شمېرنه پيل کړې وه چې په اړه یې د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات تاند ته وویل، د نن ورځې تر پایه به پاتې ټولو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شي.
نوموړی وايي، په پنجشېر، سرپل او جوزجان کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې او د نتایجو مواد به یې نن کابل ته راورسول شي، خو د پاتې څلورو ولایتونو فاریاب، تخار، بدخشان او بغلان رایې به هم د نن ورځې تر پایه وشمېرل شي: (( موږ هڅه کوو د رایو د بیا شمېرنې قانوني پروسه ژر تر ژره ختمه کړو او د میزان د شپږمې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړو.))
د رایو د بیا شمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸مه په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوی و خو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یې په ځینو ولایتونو کې د څو ورځو لپاره او په اووه ولایتونو کې تر اوسه مخه نیولې وه.