د تاکنیزو مناظرو ستره ګټه دا ده چې ولس وکړای شي د ښوو او ناوړو نوماندانو او د هغه نوماندانو چې پرګرامونه لري او نې لري، ترمنځ یو کس خوښ کړي. له بله پلوه ټاکنیزې مناظرې ددې لپاره هم ښې دي چې د تبلیغاتو لپاره له ډېر لګښت څخه مخنیوی کېږي او نوماندان هم کولای شي په سمه او له وخت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل پلانونه خلکو ته وړاندې کړي. د مناظرو ګټه شاید افغانستان لپاره دا وي چې تر ډېرو جګړو او زور زیاتي وروسته دا وخت رارسېدلی دی چې خلک د علم او پوهې پر بنسټ رایه ورکړي او هغه کسان چې تر نورو ډېر پوه دی او ښه پرګرام او ښه تجربه او وړتیا لري خوښ کړي، خلکو په منځ کې د سالمې سیالۍ دود پياوړی کړي او سیاسي چارواکي هم اړ کېږي څو زور او د ټوپک پر خلاف زغم او بحث او خبرو اترو ته ته خپله پاملرنه ډېره کړي. له ښه مرغه دا کار په افغانستان کې هم د دودېدو په حال کې دی او خلک هم غواړي چې له دې لارې خپل د خوښې وړ کس پیدا کړيِ؛ خو مناظرې باید د سوداګریزو موخو او په رسنیو کې د رقابت له مخې ترسره نشي. په نورو هېوادونو دا کار د ټاکنو د کمیسیونونو لخوا ترسره کېږي او هڅه کوي چې په څو پړاونو کې ټولو نوماندانو ته چانس ورکړي او ټولې رسنې یې تر پوښښ لاندې ونیسي چې ښه کار هم همدا دی.
د نوماندانو مناظره
د مناظره لپاره څو مشخصې پوښتنې ټاکل شوې وې، له بده مرغه د افغانستان ځینو نورو لومړیتوبونو ته هېڅ پاملرنه و نشوه لکه اقتصاد وده، کرنې، د اوبو او برېښنا پرمختیا او داسې نور؛ اما کوربه د امنیت او کورني سیاست، د سولې په هکله خبرې اترې او د نظام بدلون په هکله ځینې پوښتنې درلودې. د مناظرې په لومړي سر کې د موخې د تشریح لپاره هر یو نوماند خبرې وکړې له بده مرغه ځینو نوماندانو له مخکې خپل نقل پاڼې هم له ځانه سره وړې وې او د هغې له مخې به یې لوستلِ، یو نوماند چې غواړي د یوو هېواد ولسمشر شي باید د هېواد تر عادي وګړي توپیر ولري او دومره وړتیا ولري چې وکړای شي خپل نظریات په روښانه توګه وړاندې کړي. د مقدمې په برخه کې ځینو نوماندانو له وخت څخه سمه ګټه وانخستله او یوازې یې له تلوېزیون څخه د مننې لپاره وخت تېر کړ، په داسې حالاتو کې تر تشریفاتو مهمه دا ده چې له وخت څخه په سمه او ښه توګه ګټه واخیستل شي. په دې لړ کې ډاکټر اشرف غني بیا له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړه او خپل پرګرام او دا چې څه موخې لري او ولې یې دوام او تحول اصطلاح غوره کړی دی، توضیحات ورکړل.
د مناظرې په لړ کې د امنیت او کورني سیاست په هکله د نوماندانو له پرګرامونو څخه پوښتنه وشوه، تر ډېره بریده ټولو نوماندانو پر عمومیاتو خبرې وکړې او دامنیت ښه والی یې د ښې حکومتوالۍ، فساد سره د مبارزې او د عدلي او قضايي ښه والی یې د امنیت له ښه والي سره نغښتې وبللې. په دې لړ کې بیا عبدالله عبدالله په هېواد کې د مکلفیت له دورې سره خپل مخالفت څرګند کړ. ډاکټر اشرف غني هم د نورو نوماندانو په پرتله د اصطلاحاتو پر تفکیک او دا چې ثبات او امنیت باید سره توپیر شي خپل بحث پيل کړ. ده په هېواد کې امنیتي ستونزو په هکله څو مشخص پرګرامونه درلودل، ده وویل، چې په لومړي سر کې به داساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر اصلي دنده چې هغه د سرقوماندانۍ دنده فعاله کړي او په هره ورځ کې به د امنیتي وضعې په هلکه له اړوندو چارواکو څخه راپور وغواړي او په امنیتي ځواکونو کې د ترفع او په امنیتي ځواکونو کې يې پر روابطو نیوکه وکړه. ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د معاشاتو سیستم چې اوسمهال د بهرنیو موسسو لخوا ورکول کېږي، هغه به دولت ته ولېږدوي او د پولیسو او ملي پوځ د فعالیتونو د تفیکیک غوښتونکی شو. له بله پلوه ښاغلي اشرف غني وویل که چېرې بریالی شي؛ نو د قضايي دوسیو په هکله به د راپورونو غوښتنه وکړي.
په دې لړ کې ځینو نوماندانو حتي نه پوهېدل چې څه وايي ژبې یې بندې بندې کېدې او حتي خپلو خبرو ته هم متوجه نه ول. لکه زلمي رسول چې وې ویل، غواړي له ترورېستانو سره پر ګډې همکارۍ هوکړې ته ورسېږي.
د دویمې پوښتنې په هکله چې طالبان څوک دي، بیا هم تر ډېره بریده ټولو پر عمومیاتو خبرې وکړې؛ اما په دې لړ کې ښاغلي قیوم کرزي طالبان د هېواد د پوهنې له ښوونکو سره پرتله کړل. ډاکټر اشرف غني بیا طالبان پر درېیو کړیو ووېشل او زیاته یې کړه چې د طالبانو د خښولو لپاره به یو سهامي شرکت جوړ نه کړي او د سولې لپاره باید دواړه خواوې پر یوو منطقي لارې سره موافقې ته ورسېږي. زلمي رسول بیا وویل هغه طالبان چې غواړي سوله وکړي هغوی به حکومت کې شامل کړي.
د بشري حقونو او وینا آزادۍ په هکله بیا نوماندانو سره یو ډول نظریات نه درلودل هر یو یې کوښښ کاوه چې عام خلک خوشاله وساتي. ښاغلي قیوم کرزي په هېواد کې د عنعنې او کلتور پر بنسټ د بشري حقونو غوښتنه وکړه. نورو نوماندانو هم په هېواد کې د بشري حقونو ساتنه او د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالي پر وړاندې د سختې مبارزې ژمنه وکړه.
عبدالله بیا قرآن کریم آیت په تلاوت او ژباړې کې له ستونزو سره مخ شو. ډاکټر غني بیا د بشري حقونو ساتنې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې دعلماوو رول باندې ټینګار وکړ او وې ویل چې د جوماتونو ملاامامانو څخه به ددې ښکارندې په له منځه وړلو کې کارواخلي. ښاغلي زلمي رسول بیا هغه ځینې متناقضې څرګندونې درلودې، ده د ټاکنیزې سیالۍ پر دویمه ورځ خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چې د نظام ۵۰ سلنه برخه به ځوانانو او ښځو ته ورکړي؛ اما په مناظرې کې یې بیا ۲۰ سلنه ښځو او ۵۰ سلنه ځوانانو ته د ورکړې خبره وکړه. له دې ښکاري چې حتي ځینې نوماندان له وخته پلانونه نه لري او کېدای شي هره ورځ یې پلانونه توپیر وکړي او نوي یا هم لږ شي.
د نظام بدلون په هکله هم دوه دوړه نظره شتون درلود! ډاکټر عبدالله عبدالله د اساسي قانون پر بنسټ د صدراتي پارلماني نظام غوښتونکی شو؛ اما نورو نوماندانو بیا پر ریاستي نظام ټینګار درلود. ښاغلي اشرف غني بیا پر منظقي لارې ټینګار درلود چې۴۰ سلنه بودیجه به ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او ښاروالیو ته انتقال کړي څو وکړای شي له ډېر مرکزیت څخه مخنیوی وکړي. ده بیا زیاته کړه چې اوسمهال نشي کېدای سترې پروژې د ولسوالۍ او کلي په سطحه پلي شي او دا کار ډېر وخت ته اړتیا لري.
په ټوله کې کېدای شي دا وویل چې له ډاکټر اشرف غني پرته نورو نوماندانو یوازې کوښښ کاوه چې په شعاري بڼه خپلې خبرې مطرحه کړي، یوازنۍ توپیر چې کېدای شي د عبدالله عبدالله، قیوم کرزي، رحیم وردګ او زلمي رسول نظریاتو کې څرګند شي هغه د عبدالله لخوا د صدارتي نظام راوستل و.
ډاکټر غني، د سوداګرو او دولت ترمنځ د ښې اړیکې، د چارو ادارې د له منځه وړلو، د سرقومانداني د رامنځته کېدو، په هرو ۲۴ ساعتونو کې له امنیتي چارواکو څخه د راپور ترلاسه کول، د امنیتي ځواکونو فعالیتونو تفکیک، د عدلي او قضايي برخو کې د سختو فعالیتونو ترسره کول، د ځمکو غصب څخه دمخنیوي لپاره د ۵۰۰ زرو کورنو جوړول او د شرعي قبالو لپاره یې فعالیتونه د خپلو پرګرامونو له مهمو ټکو څخه وشمېرل.
افغان ولس هم باید تر ډېره بریده هڅه وکړي چې د ټولو نوماندانو له پلانونو سره ځان آشنا کړي او هڅه یې هم باید دا وي چې هغه کسانو ته رایه ورکړي چې له وخته پر کارونو پوه وي، لوړې زده کړې ولري او د ولسمشر په توګه دا وړتیا ولري چې په سختو شېبو کې پېچلې کارونه پر مخ بوځي.
—————————————————————-
د لیکوالو نظر خامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.
ډیر ښه هر اړخیز بحث مو پری کړی وو، انشاءالله اشرف غنی احمدزی به کامیابیږی
مسعود عمر صیب کور مو ودان چی د نوماندانو دپلانونو په باره کی موتشریحات کړی خودغه پروګرامونه باید له داسی رسنی لخوا نشر شی چی په ولایاتو کی هم خپرونی ولری او ټول عام ولس هغی ته غوږ شی او بعد له ډیرملعومات لرلو اوښه او دخپلی خوښی کاندید ته رای ورکړی
په مننی سره
محمد اسمعیل
دایوڅرګند حقیقت ده چې وایی لمر په دوو ګوتو نه پټیږی که زه ددې ځینو کانداینو په هکله هرڅه ولیکم هغه به تکراری وی وایی چې عیان ته د بیان څه ضرورت دومره باید ووایم چې افغانستان یوه مفکر او وړ کس ته ضرورت لری چې ددې ځوریدلی اولس د درد درمان شی، هغه یوازې او یوازې اشرف غنی احمدزی ده داحمدزی صاحب دبریا په هیله. ،