تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار دا ځل ټاکنې تر پارلماني ټاکنو لا زیاتې شرموونکې او له درغلیو ډکې بللې دي.

ښاغلي حکمتیار نن ماښام په خپل کور کې له رسنیو سره وویل، په حکومت کې شاملو دوه ټیمونو خلکو ته د درغلۍ، کمپاین او ملاتړ لپاره ولایتونه، وزارتونه او ان ځمکې په رشوت کې ورکړې دي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، ټول والیان او ولسوالان په ټاکنو کې د اجرائیه ریاست او ارګ د مشرانو کمپاینران وو او مهندسي شوې درغلي یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وه او تېرو پارلماني ټکانو خلک په دې پروسه بې باوره کړي وو.

ښاغلي حکمتیار دغه راز زیاته کړه د رایه ورکوونکو ۸۰ سلنه لیستونو ستونزې لرلې او په ټاکنو کې یو وار بیا غیر معیاري بایومتریک دستګاوې کارول شوې دي.

نوموړي ویلي، د ټاکنو کمېسیون د رڼو پایلو په اعلان کې عاجز او ناتوانه دی.

5 thoughts on “ټاکنیزې لانجې پيل شوې، حکمتیار نننۍ ټاکنې شرموونکې وبللې”
  1. ریښتیا وایي دغه پاټکی ټوپکی، خود به شرموونکي وې، غلو قاتلانو پاټکیانو د پنجاب نایبانولپاره خوبیخي شرموونکي دي خالي لمنې یې رخصت کړئ هههههههههههههههههههه

  2. my massage to khekmatyaar// exactly you don,t have place between afghans.
    this is not time of genral ziaaulhaq.you killed a lot afghan honest elders
    afghans don,t have a good memory from you.
    we knows you honest to ISI not to afghanistan.afghans want to PUT YOU IN JUSTICE.
    CAN you read in dawat media24 said hussen pacha sahib wrote for you.in this week.

    zendabad afghanistan//death on souldout and punjabi agents

  3. شرمیدلی ته هر څه شرمیدلی ښکاری
    خپل هیثت دی ولیده ملت درباندی نفرین وویل هغه په ويښه کوم خوب چی دی لیدلو اوس به درته معلوم شوی چی ملت درباند لعنت وایی د پاکستان غلام یی یو ورځ د نجیب په شانپه اریانا چوک کی اویزان یی

  4. د حکمتیار ګډون په ټاکنو کی خپله د یوې مرموزی او احیاناً تخریبوونکی لوبی د سناریو یوه برخه ده چی ځینو استعمارګرانو د خپلو راتلونکو لوبو د ادامې لپاره طرح کړی وه او طرح کړی ده چی هیله خبره سپین سترګی ته و نه رسیږی

  5. ګلبي بايد اوس په دي قناعت وکړي چه افغان اولس په ده ناړي توف کړي ، په دي ټاکنو کي داده معلومه شوه چه کلبي نه لياقت او نه اخلاق د ولسواکي لري. ګلبي په ټوله بيشرمي بيا هم له هغو افغانانو د رايي غوښتنه کوله دکومو چه ده ګلبي د هغوي زامن ورونه خويندي پلرونه وژلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *