تاند، دوشنبه، د جدي ۲ مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار په یوه خبري کنفرانس کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د خندا وړ وبللې او ویې ویل چې دا پایلې هغه ته د منلو وړ نه دي
ښاغلي حکمتیار د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون تور پورې کړ چې د ده رایې یې غلا کړې دي او زیاته یې کړه چې کمیسیون باید ټولې رایې له سره وشمېري او په ۲۴۰۰ مرکزونو کې دې بیا ټاکنې وکړي.
د ولسمشرۍدغه کاندید خبرداری ورکوي که د ټاکنیزو درغلیو په اړه پلټنه ونه شي نو په هیواد کې به لوی لاریونونه وکړي: ((که قضایوې په سم ډول حل نه شي ، ممکن د بولیویا ، عراق او لبنان په څیر داسې وضعیت راپورته شي.))
خو د ټاکنو کمیسیون وايي چې د ټاکنو د شفافیت د تامین لپاره یې کار کړی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست وویل: “د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د هیچا ملاتړ نه دی شوی.”
په همدې حال کې د حزب اسلامي ارغندیوال څانګې بیا ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا بریا مبارکي ویلې ده.
دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي: ((حزب اسلامي افغانستان د شکایاتو له محترم کميسيونه غواړي، چې شکایتونه پرته له کوم کورني او بهرني فشاره له کامل شفافيت سره وڅېړي او نتايج يې د انتخاباتو کميسيون ته وسپاري چې د انتخاباتو وروستي نتايج چې د هېڅ ډول تقلب تور ورپورې نه وي اعلان او راتلونکی دولت خپل کار پیل کړي او د ملت انتظار ته نور د پای ټکی کېږدي.))
د لومړنیو پایلو په اساس، حکمتیار ۷۰۲۴۲ رایې وګټلې او په دریم ځای کې دی.
تر حکمتیار زه اوس دیری رایی لرم دی اوس هم هغه زاره خوبونه وینی د افغانستان خلک اوس پوه شویده بس دی چی سلویشت کاله مو ددین مذهب او اسلام په نامه خلک تباه کرل نور نو بس نده ؟؟؟؟؟؟؟ آخر خو د هغو شهیدانو او کوندو ته لژ حیا وکری او د ملک د آبادی د پاره فکر وکری
او جمهور ریس ته یوه سپارشتنه کوم چی خدای ته وگوره دا تول غله قاتلین او خاینین په دار و زروه چی ملک تری خلاص شی
والله خلک تول در به در دی او تاسو غله اوس هم د بربادی فکر کوی الله مو وشرموه
د پاټکیار صاحب خیرنې پاټکي ټوپکي رایې چې ۱۰۰۰٪ یې هم زیاتې کې بیاهم ترې ۳ لکه نه جوړیږي…. ده ته لکه چې دخلکو رایې هم د چارآسیا مفت راکټونه ښکاري چې ورځ کې به یې ۳۰۰۰ کابل ته حواله کول د آی ایس آی په امر او د بارتو تحویلدار برادرعبدالهادی ارغندیوال په کتابت….د ټوپکیار صاحب که له پاټکي و ټوپکي جنایتونو تیرشو تازه په تازه د ۳۰ زرو جعلي تذکرو غل دی
داسې نشي کېدای چې مونږ 18 ولسمشران ولرو.
د افغانستان د انتخاباتو قانون کې باید نور اصلاحات وراضافه شي . مثلا داسې ماده باید ولري چې کاندید باید د دموکراسي په اصولو بلد وي . که کوم کاندید لازمې رایې ونه ګټلې باید د « زه یې نه منم » شعار ورنکړي ، بلکې بریالي کاندید ته د مبارکي ویلو تر څنګ د همکارۍ وعده ورکړي.
که چا معین مقدار رایې تر لاسه نکړې باید کمیسیون ته ورکړل شوې افغانۍ د تضمین لپاره بېرته ونه غواړي.
که کوم کاندید لازمې رایې ونه ګټلې باید ټولنه له داسې شعارونو سره لکه :
ګزینه های مختلف بشمول ، مظاهره ، مماتي ، بحران ، به کوه بالاشدن او نور ورنکړي . د داسې جرمونو مرتکبین باید زندان ته واچول شي ، سل نفره ناراضه هم کولای شي د ټولنې نظم ګډوډ کړي.
ګلبدين به خپل ژوند کی په هيڅ شی قناعت نه دی کړی دا دګلبدين دشخصيت ځانګړتيا ده کوم چه دده د سياست د ناکامي سبب ګرزيدلي او دی به په خپل ژوند کی د هيځ بريا خاوند نشی
ګلبدين تر اوسه داوا عيت نه مني چه تاليبانو داسلام له مقدس دين څخه اعظمي سوئي استفاده وکړه او خلک ورباندی پوه شوی ليکن ګلبدين اوس هم هغه لار را نيولی
ددی سړی ځای دارلمجانين دی او بس
He is the first year drop out of Kabul Engineering Faculty, why he likes to be called Engineer Hikmatyar???,Iraq and Syria is being destroyed by Illiterate, uneducated racists, mindless and corrupt people who can not set to talk to each other to find a solution and common ground, instead they are following hatreds and revenges. They created hell for them selves and others. If Hekmatyar, Abdullah and their followers want the same things then their will be the declaration of real and final Jihad against them.
نه داسی نه ده ، حکمتیاره ! ستا محاسبی او ستا خیالات اپډیټ نه دی ، او دحکمت نه خالی ، ستا محاسبه د ۴۰ کلو مخکی محاسبه ده . ایا تر دی ۳٪ رایو نه چه هیڅ ځان دی کاندید کړی نه وای ( شرمولی نه وای ) بهتره نه وه ؟ باید په خپلو څرګندونو باندی بیا کتنه وکړی، ستا غټ دښمن ستا خودخواهی او ستا په ژبه خپلی څرګندونی دی ، چه د واقعیتونو سره سر نه لګوی . د افغانستان عظیم ملت د عراق او لبنان د ملتونو سره د مقایسی وړ نه دی ، ډیره سخت قلبه اود توهین نه ډکه مقایسه ! د افغانستان ملت ددغسی مغرضانه څرګندونو هیڅ پروا نلری ځکه پوهیژی چه دغه ملی ضد څرګندونی د پردیود ګوډاګیانوکاروباردی.
دوهمه تبصره
ګلبدین بن آی ایس آی!!! دایې نتیجو کې تغییر راغلی، ته خو د یوه ولایتی شورا وکیل رای هم نلرې، آښه، بیا یې هم عبدالله وړي او عبدالله ته به بیعت کوې؟؟؟ چې داسې ده نو بیا دې ولې رباني ته داړې جینګې کړې چې حل وعقد عربي شوروا انتخاب کړ؟ او کابل دې قتل عام کړ!! د حربي ښوونځي بدنامه کوني پاټکیه شرم نلرې؟ د تاند و محترم لوستونکو نه بښنه
د خدای اود افغانستان دوښمنه او شرميدليه، کوم جنجال او خيانت او قتل تاکړی په دوزخ کې به جای نسي او تاسو تل هغه څه غواړی چې د ولس اراده او غوښتلو سره ټکر کې دي،او تل مو بل څه په دا زاړه سر کې د بنيادم ليدل کيږي تل مو خبره د جنګ او وراني ده نو ولس هم ستاسو ښځه #### چې ملاتړ مو وکړي.
د ولسمشرۍدغه کاندید ګل بالی خان خبرداری ورکوي که د ټاکنیزو درغلیو په اړه پلټنه ونه شي نو په هیواد کې به د خپلی دیکتاتوری چوکۍ په خاطر لوی لاریونونه وکړي: ((که قضایوې په سم ډول حل نه شي ، ممکن زه ګل بالی خان د ګل مرجان په شان هم راپورته شم.))
ورونو ګلمرجان او ګلبالی خان یی نه منی
WE HAVE RESPECT TO ARGHANDIWALL SAHIB;
BUT GULBUDDIN KHEKMATYAAR THINK WRONG;
1-GENERAL ZIIAUL HAQ&KARNAIL EMAM IS NOT HERE NOW.
2- THIS IS KABUL NOT SHAMSHATOOT.
3-THAT KABUL WHICH YOU TROW HUNDREDS RACKETS& RPG EVERY DAY.
4-WHY YOU FORGOT JALAL ABAD ATTACKS;AS ONE AFGHAN HOW YOU LIKED .
NUMBER 15 BRIGARD OF ISI&GENRALHAMIDGUL ATTACK ON OUR JALALABAD.
YOU BUCHER YOU KILL HUNDREDS OF AFGHANS.LIKE MAJROKH/ULFAT SON/GHARWAL.
YOU WANT PRESIDENCY/ BUT AFGHANS WANT JUSTICE FOR YOU.
i hope taand respectfull print my comment.thank you
دا هغه پخوانی وخت ندی چې په پاټکونو کې به دې سپي ساتلي و، اوس به دې امریکایان په ک و ن ه موګي ټک وهي.????????????
که زه د حکمتیار پر ځای وای نو می په ډېرو خبرو خپل او د بل وخت او حوصله نه ضایع کول او فقط دا یوه خبره می کول چی
( زما له بریالیتوب پرته نور د هیچا بریالیتوب د منلو وړ نه دی)
داسی ښکاری چی ځینی کسان د خپلو پټو ( نرانو ) په زور پورته پورته غورځی
له حکمتیار سره د ګټو په بنا یو څو په شمیر متملقین او بدنیتی را تاو شوی او هغه یی محاصره کړی ،غلطی مشوری او درغګینی وعدی ورکوی او د هغه د شخصیت سودا کوی ، تر څو دا یقینی شی چه لکه چه وایی: ( قرن ها بګزرد، قهرمان یکی است )
ښاغلیه حکمت یاره
ولی لیری ځغلی د لبنان ، عراق او بولیویا مثالونه راوړی دخپلو راکټ بارانو مثالونه ورته راوړه ورته و وایه چهار اسیاب در په یاد کی بیا به هغه حال جوړ کم شکر هغه توان اوس درکی پاته نه دی
که رشتیا هم دا دیرش زره رایی تقلبی هم وی او باطلی وبلل سی وتاته به د شلو رایو په اندازه مرسته و نه کی
اول، خو هغه کسان چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې طالبانو ته وزر ټپاوه او د ټول نظام او سیستم په سر یې د مسکو، قطر او اسلام اباد په پنځه ستوریزو هوټلو کې ظاهراً د سولې تر نامه لاندې په ټول هېواد معاملې روانې کړې وي او انتخابات یې نه منل، هیڅ حق نه لري، د ټاکنو په مشروعیت او نه مشروعیت بحث وکړي، ځکه دوی له اوله د ټاکنو په ضد دریځ درلود او د جي ایچ کیو نریټيف باندې روان و او دلته د موقت حکومت غوښتونکي و. دوی د خپل حرص په خاطر ځانونه د پردیو غېږ ته واچول او تر اخره یې له هرې وسیلې کار واخیست چې خلک په ټاکنو بې باوره کړي، د دوی او هغو طالبانو چې د رایې په مرکزونو یې بریدونه کول هیڅ فرق نشته بلکې تر هغوی لا خطرناک او مضر ثابت شول، ځکه طالبانو په انفجار او انتحار ولس په ټاکنو کې له ګډون منع کاوه، دوی بیا د ولس رواني امنیت ته صدمه رسوله او ولس یې په ټاکنو کې له ګډون منع کاوه، دواړه یو هدف ته کار کاوه.
دویم، ځیني قطر ته تللي سیاسیون او مدني فعالان او د خلیلزاد پخواني یاران او د هغوی فیسبوکي شاګردان په ټاکنو کې لږ ګډون پلمه کوي او وايي چې راتلونکی ولسمشر په څه کم یو میلیون رایو راځي او دا د ټولو استازیتوب نشي کولای. دوی ته باید وویل شي چې د افغانستان ډموکراسي له اروپا او نورو با ثباته هېوادونو سره مه مقایسه کوی، بلکې په افغانستان کې یې له نورو بدیلونو سره مقایسه کړئ. تېرو تاریخي تجربو او د قدرت په سر د تنظیمي مشرانو جنګونو ته په کتو په ۲۰۰۴ کال کې اساسي قانون جوړ شو چې له مخې یې افغانستان کې د قدرت د انتقال یوازینۍ لار انتخابات دي.
له انتخاباتو علاوه، په افغانستان کې د قدرت د انتقال درې نورې لارې شته او تجربه شوي چې اوله یې د حل اهل عقد شورا وه چې کابل کې سلګونه د مجاهدینو مشران راټول او استاد رباني یې د حکومت مشر وټاکه، اوس نو تاسې مقایسه وکړی چې دوه میلیونه خلک تصمیم ونیسي ډېر مشروعیت لري او که زر نفره.
د قدرت د انتقال بل میکانیزم، دا دی چې په کندهار کې دوه زره ملایان راټول شول چې اکثره یې د یو قوم او یوې سیمې خلک و، د ټول عالم اسلام لپاره یې امیرالمومنین او د افغانستان مشر وټاکه، اوس دا هم له دوه میلیون رایو سره چې د ټول افغانستان نه په کې خلکو برخه درلوده ډېر مشروعیت لري او که دوه زره ملایان.
د قدرت د انتقال درېیم، میکانیزم چې افغانستان یې ټوټې ټوټې کړ د جبل السراج معاهده وه چې اکثریت تنظیمي مشران راټول او په کابل راننوتل او له راولپنډۍ نه ورته مجددي صاحب د دوه میاشتو لپاره ولسمشر وټاکل شو، هغه ته به یې هم پوره ولسمشر نه وایه ممثل ولسمشر یې باله.
تر هغې هاخوا بل میکانیزم د کرزي صاحب لخوا نیغ نیغ کېږي چې دوه زره کسیزه جرګه باندې غواړي د حکومت مشر وټاکي او ددې جرګې ملاتړ به هم د افغانستان پاخه دښمن هېوادونه لکه ایران، روسیه او پاکستان کوي.
اوس، همداټاکنې او همدا میکانیزم چې نن یې له مخې د ابتدايي پایلو په اساس اشرف غني ګټونکی دی، دا به ډېر مشروعیت لري او که ددوی فرمایشات. دلته نورې ټولې نسخې ناچله شوي او د قدرت د انتقال همدا یوه لار ده او هغه ټاکنې دي، اوس که خیر و حکومت جوړ شو، باید اول کار یې طالبانو سره د ټول ملت په استازیتوب د سولې خبرو پیلول وي چې لومړی دا جنګ او د سولې په نوم پروژې بس او یوې دایمې سولې ته ورسېږو، دا چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي دوی ویره لري که سیستم او نظام جوړ شي بیا به د دوی د سیاسي کړو وړو او رفتار مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي او د قانون تابع به شي، نو سر له اوسه اوبه خړوي. ملت خپل تصمیم نیولی او په دومره بدو شرایطو کې راووتل چې اصلا مخالفانو او د جي ایچ کیو تیورسنانو هیڅ فکر نه کاوه چې څوک دې خپل ژوند خطر کې واچوي، خو ولس دا کار وکړ. د ولس ارادې ته باید احترام وشي نه دا چې پرې ملنډې ووهل شي.