تاند، شنبه، د میزان ۶مه: افغانستان نن شنبه د ولسواکۍ تر چتر لاندې د څلورم ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو بهیر تجربه کوي.
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د روان ۱۳۹۸ کال د تلې یا میزان په ۶مه به ټول هېواد کې د رایې اچونې ۴۹۰۰ مرکزونه پرانیستي وي، تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون ویلي وو، چې ۴۱۳ مرکزونه به تړلي وي، خو اوس وايي، د تړلو مرکزونو شمېر ۴۴۵ ته لوړ شوی دی.
تر ټولو زیات مرکزونه په بلخ کې تړلي دي چې شمېر یې ۱۳۱ ته رسېږي.
دا ځل ټاکنو ته ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه اټکل شوې ده چې ۹۰ میلیونه ډالر یې افغان حکومت له خپلې بودیجې څخه ورکړې دي، ۲۹ میلیونه ډالر امریکا منلي، ۸ میلیونه یورو اروپايي ټولنې او پاتې یې بریټانیا او ملګرو ملتونو پر غاړه اخیستي.
سږنیو ټاکنو کې ۱۸ کسان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان وو، چې اوس له دې ډلې ۱۳ پاتې دي، ځکه ابراهیم الکوزی، زلمی رسول، شیدا محمد ابدالي او نورالحق علومي ولسمشر غني ته له ټاکنو تېر شوي او د حنیف اتمر ټاکنیزه ډله انتخاباتو ته له تلو وړاندې منحل شوې ده.