په ټاکنو کې برخې اخیستو ته د یوشمېرنالېواله خلکو خبره ده چې په تېرو څو دوره ټاکنو کې یې د رایې استعمال د دوی د هیلو مطابق پایلې نه دي لرلي،ځکه نه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

دا خلک له دې اړخه چې د رایو استعمال یې د دوی توقعات د عملي او عاجلو بدلونونو لپاره نه دي پوره کړي په حقه دي،خو دا په نورو ټاکنو کې د نه ګډون دلیل او پلمه نه شي کیدای.

هغوی چې دې مسلې ته د دلیل په توګه قانع دي،فکرکوي چې ټاکنې یانې له یوه کس څخه بل ته د واک او مسولیت لېږدولو ترحده محدوده پروسه ده.

خو دا ګومان او درک سم نه دی،ځکه ټاکنو ته که په هره کچه وي باید د یوې څواړخیزې او پراخې پروسې په سترګه وکتل شي.

یو مهم بعد چې ټاکنې یې له مخې باید وارزول شي،زموږ د سیاسي او ټولنیزشعور پرلوړولو د دغې پروسې تدریجي او له ګټو ډکې اغېزې دي،چې تراوسه له هردور ټاکنو سره محسوسې شوي دي.

زموږ د ټولو په یاد به وي،چې پخوا به د یوې کورنۍ،کلي،ولسوالۍ،ولایت او حتی پوره زون د خلکو واګې د یوه کس په لاس کې وې،هغه کس چې به هرډول ښه یا بده خبره کوله،په لکونه کسانو باید په پټو سترګو منلی او عملي کړی وای.

زموږ ټولنیزجوړښت له بده مرغه له زیات پخوا نه په داسې یوه مستبدانه بڼه رامنځته شوی و،دې جوړښت سیاسي تصمیم ګیرۍ پخپل واک کې راوستې وې اوپه موږ کې يې د فکرکولو،مخته تلو او ځان باورۍ روحیه وژلې وه.

د څه باندې یوې لسیزې دیموکراسۍ او څو دورو ټاکنو په برکت نن له ښه مرغه دغه روحیه بیرته مخ په ژوندي کیدو ده،په زیاتو سیمو کې که په عمومي اوصریح ډول نه وي،په پټه او فردي کچه زیات خلک د خپلو مشرانو،خپلوانو او کورنۍ غړو د نظر او خوښې خلاف د یوه کاندید،د هغه د پلانونو،ټيم او ظرفیت ملاتړي دي.

دا مثبت تغیرترزیاته حده په ځوان نسل کې زیات لیدل کیږي،چې د نېکمرغۍ او پرمختګ خوا ته یو ښه ګام یې ګڼلی شوو.

دا نسل د ټولنې لویه برخه جوړوي،ځوانان د ښه فکرکولو،ښه پلان جوړولو او ښه عمل کولو ټولو لپاره ښه انرژي او حوصله لري.

 د ټاکنو لویه ګټه چې افغانستان ته یې لري او باید عادي ونه ګڼل شي،همدا زموږ د ټولنیزاو سیاسي شعور د لوړولو لپاره موثرې اغېزې دي.

د ټولنیزاو سیاسي شعورلوړول او پرمختګ داسې نه دی،لکه د یوې تخریب شوې ودانۍ دېوالونه چې بیارغول کیږي او ظاهراً یې په سترګو لیدلای شوو.

دا کارپه یوه دیموکراتیکه فضا کې د همدې ټاکنو او نورو لویو پروسو په عملي کیدو سره په نالیدل کیدونکې بڼه ترسره کیږي.

خلک نوې خبرې اوري،اول حیرانیږي،ورته زړه نازړه وي،بیا یې د لویو هیلو په بدرګه تجربه کوي.

د دې کاریو تجربه کوونکی نسل که د دې پروسو د شاته پریښودلو په پایله کې په بشپراوعاجل ډول د خپلو هیلو پوره کیدل نه ویني،خامخا به ګیله من کیږي،کم علاقه کیږي او لکه زموږ ځینې خلک چې اوس په ټاکنو کې بیا برخې اخیستو ته زړه نازړه دي،داسې پلمې او خبرې به کوي.

خو د دې پروسو د عملي کیدو په ترڅ کې رالویدونکی او تماشي بل موږ پسې نسل چې له ماشومتوبه له دې پروسې سره زموږد چلند بېلا،بېل اړخونه څاري،زموږ نیمایي عمر ته له رسیدو مخکې به یې ذهن وفکر په منظم ډول ټاکنو او د ولسواکۍ نورو ارزښتونو ته په کامل ډول متعهد شوي او قایل شوي وي.

په ټاکنو کې باید د دغه نسل د ښې روزنې په هدف هم فعال ګډون ولرو،ځکه د رایه ورکونې لپاره په څو دقیقه یي نوم لیکنه کې(که دا کارت ونه لرو)زیات وخت نه ضایع کیږي،همدا شان د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د ورځې لس شل دقیقې له رسنیو څخه د نوماندانو د خبرو په اوریدو یا یې عملاً یو ساعت په ټاکنیزه غونډه کې پرګډون زموږ زیات تاوان نه کیږي.

د ټاکنو لپاره زموږ د هریوه پرشرایطو برابر رایه ورکوونکي څوساعته وقفول،د ښو نوماندانو د تشخیص او انتخاب هڅه د خپل ښه راتلونکي ترڅنګ د خپل سیاسي شعور پرلوړولو زموږ ارزانه خو نه ختمیدونکې پانګونه ده.

له دغې پانګونې څخه د تل لپاره ګټه اخیستلی شوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *