زمونږ ګران هیواد افغانستان د مختلفو سختو پړاوونو په تېرولو سره اوس د دیموکراسۍ په نامه یوه داسې پړاو کې قرار لري چې لاهم د جګړې په سور اور کې زمونږ د ولس مشران ، ځوانان ، ښځې او ماشومان سوځي او د ولس په کور او کلي کې لاهم جګړه روانه ده.
هغه ولس چې لا د هدېرې او تابوت تر منځ بوخت پاتې دی، په کور او کلي کې یې د لویديځ او د هغوی د ا ئتلافي ملګرو نظامي او استخباراتي جګړه روانه ده، چې د نظامي او کورنيو قراردادیانو د ټوپک دګرمو شپېلیو، وحشت، وېرې او اور لاندې د مرګي شیبې شماري.
د ولسواکۍ هغه اصل چې له مخې يې ولسونه خپل سیاسي برخلیک ټاکي، زمونږ په هیواد کې په یوه بهرنۍ پروژې بدله شوې، چې یو خوا اوسني سیاسي لوبغاړي (پخواني جنګسالاران او جنایت سالارن پکښې جوړ جاړي ته د رسېدو ورسته واک تقسیموي نو بل خوا د دغه جوړ جاړي مسولیت په لوی لاس پر افغان ولس تپل کېږي. په یوداسې هېواد کي چې له دیارلس کلونو را پدې خوا پکښې جګړه روانه ده، په نړی کې مفسد ترین هېواد دی، د مخدره موادو په تولید کي لومړی درجه لري، دنړی لومړی درجه جنایت کاران یې حکومت چلوي. او د ملت یوه ستره ځانګرې برخه یې له هر اړخه تهدیدېږي نو څرنګه به په داسې یو حالت او هیواد کې د خلکو اراده او عزم د ټاکنو پر مټ تمثیل کړای شي او څنګه به دا ملت د ټاکنو په لور ولاړ شي ؟
پښتون خوځښت د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د نه ګډون پرېکړه کړې وه او شته ستونزو ته په کتو سره په دوهم پړاو کې هم د نه ګډون پرېکړه کوي او تر هغې به د داسې پروژو پرېکون کوي تر کومې چې یادې ستونزې زمونږ د ولس له مخې نه وي لرې کړای شوې.
په ټاکنو کې نه ګډون پرېکړه په لاندې مواردو شوې ده.
۱- په هیواد کې د ډیموکراسۍ د پلي کېدو او تروریزم د ځپلو په نامه د یوې نامعلومې جګړې پیل او دوام.
۲- د هیواد لویه برخه او سیمه په لوی لاس د جګړې لومړۍ لیکه ټاکل او نفوس یې په لوی لاس د یادې جګړې ښکارول.
۳- د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د یو سالم چاپېریال نه شتون.
۴- د ټاکنو په قانون کې نیمګړتیاوې.
۵- د ټاکنو د پروسې د مراحلو په سمه توګه نه بشپړول.
۶- د نا اهله کاندیدانو ودرېدل او د کمیسون لخوا یې ملاتړ او منل.
۷- د بهرنیانو او ځانګړو شبکو لخوا په ټاکنو کې لاسوهل.
د حل لارې
۱- روانې جګړې ته باید د پای ټکی کښېودل شي، د نړیوالو سره د تروریزم پر بهانه د جګړې په اړه د جدي خبرو کول ، د دیموکراسۍ عملي کول په هدیرو باندې د منلو وړ ندي، د سترو بشري جنایتونو پوښتنه حتمي او لازمي ده چې باید ځواب شي، نړیوال باید ولس سره خبرو ته کښېني، د ولس ریښنیي استازي د حکومتي فرمایشي او نمایشي لویو جرګو غړي نه ګڼل کېږي او نه هم د جنګسالارانو په مشرۍ کې د سولې د عالي شورا په شان د تش په نامه یوې ادارې په شکل څرګندېدای شي .
پدغه لار کې پښتون خوځښت هر اړخیزې مرستې ته تیار دی
۲- د دیارلس کلنې جګړې ټول تاوانونه یواځې او یواځې پښتنو ته د ځینو په نامه پښتنو په مټ رسېدلي، د دغې جګړې د تاوان د جبیرې غږ پورته کول او پدې توګه د پښتنو کور او کلي ته سوله او عادي ژوند ته ګرځیدنه او دراتلونکي دپاره د هېلو او امیدونو زيږول ،دولس او خلکو غوښتنه او لومړیتوب دی.
۳- مونږ باید لومړی د ټاکنو لپاره هغه چاپېریال برابر کړو چې د خلکو د ارادې تمثیل پکښې وشي، نه چې د ټوپک د شپېلۍ لاندې خلک مجبور کړل شي . خلک باید خپل اختیار او خوښې ته پرېښودل شي چې رایه اچوي او که د رایي مرکزونه په ډبرو ولي.
۴- د ټاکنو په قوانینو کې د پام وړ بدلونونه راوستل، د ځینو مسایلو حتمي کول چې پښتون خوځښت تیار دی پدې هکله اړوندو مراجعو ته د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي.
۵- د ټاکنو د پروسې د مراحلو په سمه توګه نه تر سره کول دا دي چې په سیمه کې د پورته دلایلو پر بنسټ د ټاکنو د پروسې د مختلفو مرحلو څخه یې حتی لومړۍ مرحله هم په سمه توګه سر ته نده رسېدلې، خلکو ته دا زمینه نده مساعده شوې چې په ټاکنو د ګډون لپاره شرایط پوره کړای شي، د رایې ورکونې مرکزونه د نفوسو په تناسب نه بلکې د امنتي حالاتو پورې اړوند جوړ شوي، یعنې که په ټول وطن کې جګړه وه او یو ولایت کې امن وه نو یواځې د هماغه ولایت رایې کولای شي د ټول هیواد برخلیک وټاکي.
۶- په ټاکنو کې ډېری هغه خلک د هیواد ولسمشرۍ ته نوماندان دي چې د بشري حقوقو ناقضین، د ټولنیز عدالت ماتوونکي، د هیواد د خپلواکۍ دښمنان او په ځانګړي توګه په تېرو جګړو کې ښکېل اشخاص دي، په دوی ټولو تورونه پورې دي چې باید محاکمه شي نه دا چې د هیواد برخلیک په لاس کې واخلي.
۷- بهرني سفارتونه، ټولنې، او ځانګړې شبکې ټوله ورځ په ټاکنو کې د لاس وهنې ښکاره او پټې توطیې ترسره کوي، یواځې د امریکا سفیر څو ځله د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې خبریالانو په مخفي توګه لیدلی دی، د سفیرانو او نورو نړیوالو شبکو تګ او راتګ داسې حساسو ادارو ته خپل اصول لري، ولې هغه پټې ناستې پاستې چې پداسې شکل تر سره کېږي په خپله د لاسوهنې ښکاره ثبوت ګڼل کېږي، د دې تر څنګ د ځانګړو کاندیدانو سره د ګاونډیو او نورو هیوادونو د استازو پټې ناستې پاستې هغه هم د دوی په کورونو کې ښکاره د دې دلایل دي چې کاندیدان په رایو نه بلکې د دوی په ملاتړ او نه ملاتړ مخکې او ورسته ښوول کېدای شي، حکومتي چارواکي چې په راس کې خپله ارګ قرار لري د ټول ولس په وړاندې په ښکاره لاسوهنه کوي، په ارګ کې ځانګړې جرګې او د یوه نوماند په ګټه د بل نوماند د تېریدو پرېکړې کول مونږ ته د لاسوهنې پرته بل هېڅ پیغام نشي راکولای. پورتنیو شپږو ستونزو ته د حل لارې پیدا کولو سره به په ټاکنو کې لاسوهنې په خپله بندې شي او د یوې رڼې پروسې په شکل کې به ټاکنې په خپل اصلي شکل تر سره شي.
پښتون خوځښت
اړیکه:[email protected]
داهم دخیال پلوخوځښت دی چې ترډېره نیګتیویزم اوپرفکتشنیزم په ناروغۍ اخته دی.ـ
ډیره خدای ورکوي نه اويا یې ګټلی نه شي. په لږه قناعت نه کوي. داسې عناصر دټولنې ترټولومضر اوپخپله پښتنوته زهر مطلق دي. ـ
زه فکر کوم چه تاسو دپښتون خوځښت نه یاست تاسو دتاجک خوځښت یاست ځکه تاسو دپښتون قوم افکار مغشوشه وی کچیرته رښتیاخوځښت یاست راولاړشی خلک وهڅوی ترڅو دخپلی خوښی نوماند ته رایه ورکړی اوقانونی اوقوی حکومت جوړ شی ترڅوستاسوپورتنیو غوښتنو ته په پوره حوصیله جواب در کړی دیوی دمفسد حکومت نه ژاړي او له بلی خواڅخه خلکه درایو ورکولو څخه منع کوی خدای ته وګوری درنو پښتنو ورڼو په ډیر جوش اوخروش سره خپله رایه وکاروی کنی دا ۲۰۰ کلن تاریخ به موهم له مینځه ولاړشی اوراتلوونکی به مو هم خورا تیاره وی خدای ته وګوری رایه ورکړی اوخپل نوماند کامیاب کړی او دخپل راتلوونکو نسلونو ته مو یو څه په میراث پریږدی
speen ته
پښتون خوځښت یو (د جګړې ضد) خوځښت دی. پدې خوځښت کښې هغه ځېرک او د ویښ شعور لارویان راټول شوي، چې غواړي په افغانستان کښې جګړه او وژنه پای ته ورسيږي. پدې خوځښت کي داسي هيڅوک نشته او نه ځايږي چې لاسونه یې ددې ملت په وینو سره او یا هم په کوم انساني یا وجداني جرم مجرم وي. زموږ پرنسيپ او اصل اسلام او پښتونولي ، زموږ سرلوړي زموږ د خپلواکی تاريخ دی. زموږ ارمان او غوښتنه د جګړې پاي ته رسيدنه ده. موږ متحد یو چې افغان او افغانستان ژغورو. موږ د تروریزم هر ډول په کلکه غندو هغه که هره ډله یا هر څوک وي.
تاسو دواړو ته : دا ملت تر اوسه اماده نه دی چې رایه ورکړي، تاسو چې هر نوم ورکوی وریې کړی، تروریزم، سخت دريځي، قبایل، بې قومه فرهنګه او اوس نیګتییان اوپرفکتشنیان، ستاسو سره جعلي سیاسي ټاپې ډیري دي وهی یې. پرون مي د هلمند څخه راغلو میلمنو سره د ژوند او مرګ خبره کوله، مېلمانه د هلمند د ګرمسېر ولسوالی څخه راغلی وه،. په خبروي کې راته ویل، چې زموږ ډیر لوی کلی دی چې په سلګونه کورنی پکښې اوسي خو هيڅ یوه هم رایه نده ورکړي. ما ورته وویل همدا د مرګ خبره ده چې تاسو ژوندي مړې یاست، وروره نن ټول پښتون بې روحه جسدونه دي. په کلونو کلونو راهیسي تبلیغاتي او نظامي جګړي ځپلي دي. دا خلګ چې نظام خپل نه بولي نو رایه به څنګه ورکوي؟
ژوندی دي وي مړ ملت او مړه دي وي ژوندي دښمنان.