«… کابل یو بڼ و

چې نه سوړ و، نه تود

د بلبلانو د ژوندون له پاره…»

خو اوس…

د کابل پر زړه ټپونه او پر ما د ویر بارونه

یو فرهنگي یار راته وویل چې په دې ورځو کې په افغانستان کې د ټاکنو ډمامې گرمې دي او ته غلی یې، نه دې په فیسبوک پاڼه کې څه ولیکل او نه دې په خپلو لیکنو کې د ټاکنو په باب نظر څرگند کړ؛ چې دا ولې؟

ما په نرمه ورته وویل چې زه همدا اوس د یوویشتمې پیړۍ په ۲۰۱۸ کال کې ژوند کوم او د یو متمدن انسان په توگه پر دیموکرسۍ، بیان آزادي او ټاکنو باندې باوري او ورته ژمن یم، خو په یاد ولره چې دا درې شیان (دیموکرسي، بیان آزادي او ټاکنې) چې ما یاد کړل؛ دا زه په افغانستان کې نه غواړم او نه هلته د تطبیق وړ دي. دلیل یې هم دا دی چې ډیره سلنه عام خلک له یوې خوا د دې نومونو (دیموکرسي، بیان آزادي او ټاکنې)  پر ماناوو نه پوهیـږي او له بله پلوه فاسدین او ټوپکوال له همدې مسایلو په استفادې سره، نور هم د خپل ناولي ژوند د اوږدولو هڅه کوي او نور هم د خلکو پر اوږو باندې د خپلو سپریدو موده غځوي. حللارې یې هم د جكړې درول، د بېسوادۍ له منځه وړل او د نوي نسل په نوې او عصري بڼه روزل دي. اوس د عامو خلکو په دې لوړه کچه بېسوادي او ناپوهي حالت کې، «دیموکرسي، بیان آزادي او ټاکنې» غولونکي شعارونه دي؛ د هغه پر ځای د جگړې د پای ته رسیدو، د تعلیم او سواد د عامېدو مسایل په کار دي.

یار مې دواړه پښې په یوه موزه کې اچولې وي او ویل یې چې ته خو یو څه ووایه، ما هم دا لاندې څو کرښې د خپل زړه د حال په ډول ورته ولیکلې:

په دې ورځو کې زما د زیـږنتون پر بدن، زما د ښار او زما د کابل پر مټو، پر اوږو، پر ډډو، پر ځنگنونو او پر پونډیو باندې بیا د عکسونو په نامه، بارونه داسې ډیـر شوي دي چې مات اندانونه یې د پورته کولو، د وړلو او د زغملو تـوان نه لري. دا ډیره سلنه د همدې ښار د سوځونکو، د همدې ښار د بچیانو د وژونکو او د همدې ښار د لوټونکو د عکسونو او شعارونو بار دی.

د ښار اندامونه خو لا پریږدئ، چې د ټولنې داسې یوه سلنه وگړي چې پالنې، پاملرنې او زړه سوي ته اړتیا لري او د همدې ټوپکیانو د ټوپکونو او نا خوالو له لاسه د باڅارتوب او لیونتوب تر بریده رسیدلي دي، دا خلک هم له ښاغلو؟ کاندیدانو نه خلاص نه دي او پرته له دې چې هغوی پوه شي، د هغوی له اندامونو نه هم ابزاري استفاده شوې او کیـږي، نو دغه حالت او کار ته یوه زړهسواندي او چیز فهمه پوه او قلموال په خپله فیسبوک پاڼه کې له همداسې یو عکس سره دا جمله هم لیکلې ده:

دا عکسونه او دا شعارونه د خلکو او کابل پر زړه باندې د تیرو ټپونو پر سر، تازه ټپونه دي،  دا بارونه، دا عکسونه او دا شعارونه د عامو خلکو له پاره، د دې ښار د دیوالونو او لا غرونو له پاره دومره آزارونکي دي چې د کانگو تر پولې یې رسولي دي. او د دې بار د دروندوالي او آزار د تریخوالي د شکایت په خاطر یې دا ډیر کلونه وشول چې په چیغو، چیغو یې خپل ستونی غورځولی دی، خو دا چیغې به څوک واوري.

زما د ښار حال، زما د کابل حال نور د ویلو نه دی، هر څه یې مات شوي دي. دیوالونه یې مات، برجونه یې ړنگ او ویاړونه ورته پېغورونه شوي دي. داسې حالت ورباندې راغلی دی چې اصیل بچیان او خدمتگاران یې یا نور تر خاورو لاندې دي، یا ورنه مرور او تللي دي او څوک یې چې شته دي، د هغوی په خوله څوک پیاز هم نه سپـینوي.

ښار ستونی لري، چیغې وهي، خو د اوریدو له پاره غوږونه، نه شته او که ورباندې حاکم خلک یې کوم غـږ یا یوه نیمه چیغه اوري، هغه هم ورپورې خاندي. زما د ښار بچي به څه ووایي چې نور یې تن ناتوانه او غږ یې ټپ شوی دی، د حسرت اوښکې یې پر مخ راروانې او په خواشینۍ سره د یو مرور یار د حسرت دا غږ په آرامه زمزمه کوي:

«زما د ښار د دیـوالـونو سیـوري مـات پـراته دي

څنگه ستومانه، څنگه ستړي څه میرات پراته دي 

د کــوم مـذهـب دور راغــلـی، زه خــبــر نــه یمه

چې پـه سجده مې مـنـارونه د جومات پـراته دي»

د ټوپکیانو د وحشت په پیل کې ما هم کابل ته، د «ستړی کابـل» ترسرلیک لاندې یو څه لیکلي وو او د ټپي کابل حال مې په کې بیان کړی و چې زما په  «مروره مځکه» کې چاپ شوی دی. د مرورې مځکې د یو بل شعر، په یوه برخه کې د کابل په باب داسې راغلي وو:

«… د هرې ږیرې هر ویښته لاندې نن

سل زر بلا دي پټې

او دا بلا زموږ پر خلکو حکومت کوي نن

کابل،

کابل یو بڼ و

چې نه سوړ و، نه تود

له کنگل سوړ

له تناره څخه تود

د بلبلانو د ژوندون له پاره

خو اوس هم تود دی هم سوړ

د بلبلانو د مرگون له پاره»

د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې مې د کابل ډیری کوڅې او واټونه ولیدل، د هر فرهنگي یار او دوست پته چې راته مالومه وه، لیدلو ته یې ورغلم. د همدې لیدنو کتنو په لړ کې یوه ورځ د یو مشر او سپـینږیـري فرهنگي لیدلو ته ورغلم. ډیره ښه بنډار مو سره وکړ، مازدیگر مهال چې د کور په لوري روان وو، ومو لیدل چې د واټونو پر څنډو ولاړې ونې او د بریښا پايي د ټوپکیانو د عکسونو تر بار لاندې زگیروي کوي او په لیدلو سره یې خوړلې توکې بیرته د انسان ستوني ته راجگیـږي؛ نو مشر فرهنگي راته کړل:

«ته خو بیرته روان یې، زموږ هرسهار، ټوله ورځ او هر مازدیگر همدا حال دی او دلته یې ان د کلیو د اشرارو عکسونه راته ځړولي دي او موږ یې په لیدلو محکوم یو.»

اوس چې بیا پارلمان ته د ننوتلو هلالا ده، دغه لوبه او دغه ناروا او دغه بار بیا سل ځلې رادروند شوی دی، د کابل پر ټپي اندامونو بار او د کابلیانو د ارواوو له پاره دروند او زورونکی پـیټی دی او ښايي چې د هیواد د نورو ښارونو حال هم همداسې وي.

تجربو په وار، وار ښودلې ده چې دا ځل به بیا هم ډیره سلنه هغه خلک پارلمان ته ننوزي چې د وطن او خلکو په ځای، د خپل واک او جیب په فکر کې دي.

دا غمیزه به همداسې روانه وي، ځکه هغه مشهوره خبره ده چې وایي:

«دا کیسه پای نه لري، ځکه چې پسونه هوښیاریـږي نه، لیوان مړیـږي نه.»

نه تمامېدونکې خواشیني!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *