افغان دولت د پارلماني ټاکنو په درشل کې دی او شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده چې افغانان له درې کلن ناقانونه تمدید شوي پارلمان څخه خلاص او د ولسي جرګې لپاره نوي وکیلان وټاکي.
اوسنی پارلمان په هر اړخیز ډول نوم بدی شوی او خلک تر دې ځایه رسیدلي چې د پارلمان په ټولو وکیلانو یې باور له لاسه ورکړی او ځینې خو آن زړه نه ښه کوي چې پآرلماني ټاکنو کې برخه واخلي.
د خلکو دا باور تر یوه حده پرځای هم دی، ځکه ځینې رای ورکوونکي باور لري چې بیا به یو داسې پارلمان رامنځ ته شي چې د ولس د ارادې د تمثیل پر ځای به بیا د ولس په مرۍ کینې او وینې به یې زبېښي.
خو له بلې خوا افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني پتیلې چې د خلکو په رای داسې پارلمان رامنځ ته کړي چې د ولس اراده تمثیل کړي او هیڅکله د شخصي ګټو لپاره ملي پریکړې او ګټې پایمال نه کړي.
که څه هم د پارلماني ټاکنو په اړه تراوسه ځینې خلک باور نه لري چې و به شي او که نه ، خو د حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو له ارادې داسې ښکاري چې ټاکنې حتمي دي او په دې ټاکنو کې به پارلمان ته خلک په رای لار پیدا کوي، نه په زور، زر او تقلب.
د پارلماني ټاکنو په تړاو لویه انديښنه!؟
پارلماني ټاکنو لپاره که له یوې خوا چمتووالی روان دی، له بلې خوا د حکومت اپوزسیون په دې هڅه کې دی چې دا ټاکنې چلینج کړي او هدف دا دی چې یا به امتیازي څوکۍ ورکوي او یا به د دوی بری حتمي کوي.
خو حکومت هیڅکله دې غوښتنې ته غاړه نه ده ايښې او په پوره ډاډ سره کار کوي چې پارلماني ټاکنو کې به د درغلیو مخه نیسي او داسې ټاکنې به ترسره کوي چې په کمېسیونونو د خلکو تللی باور بیرته ترلاسه شي.
اوپوزسیون چې اکثره پکې د حکومت عقديي سیاستوال او په څوکیو او امتیازات مرور احزاب، ډلې او اشخاص راټول شي، ځانونه په راتلونکي پارلمان کې نه ګوري، ځکه ولسونو ته یې ازموینه ورکړې او ولس پرې شرمیږي چې بیا رای ورکوي.
نو د دې لپاره چې په حکومت فشار راوړي، قومي مسایل راپورته کوي او له دې لارې هڅه کوي چې په حکومت باندې خپلې غوښتنې ومني، هغه غوښتنې چې هیڅ ولس ته د منلو نه دي او نه هم قانوني توجیه لري.
تاسو ولیدل او ګورئ یې چې هر کله د حکومت د سیاسي مخالفینو غونډه او یا خبري کنفرانس وي، زیات تمرکز پر دې وي چې فلان قوم حکومت کې زیات دی او فلان قوم حاشيې ته شوی دی، په داسې حال کې دا حکومت د ملي یووالي په نوم دی او له ټولو قومونو تشکیل شوی چې ټول قومونه پکې ځان ګوري.
خو دا چې اوس له ځینو سیاسیونو سره انتخاباتي ټکټ نشته، هڅه یې دا ده چې خلک د حکومت پرضد راپورته کړي او د قومي سیاستونو له لارې یو ځل بیا ځانونه ولس ته خواخوږي وښيي.
جالبه دا چې د حکومت په اپوزسیون کې تاجک، هزاره، پښتون، ازبک او ترکمن شته او هر یو یې حکومت تورنوي چې ونډه یې کمه ده، نو داسې ښکاري چې دوی ونډه یواځې د دوی شخصي امتیاز ته وایي، او د حکومت تشکیلات مالوم دي چې هر قوم ته پکې ونډه ورکړل شوې ده.
د افغانستان په تاریخ کې چې کله هم چا ځان حاشیه کې لیدلی او شخصي ګټې یې په خطر کې شوي، بیا یې قومي سیاستونو ته مخه کړې او د قومي سیاستونو له لارې یې امتیازه او څوکۍ ترلاسه کړې، خو اوسنی حکومت له ټولو هغوی سره توپير لري، هغه داسې چې ولسونه په حکومت کې شریکوي، خو هغه اشخاصو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي چې کلونه یې قومي سیاست او قومي سوداګري کړې ده.
نو افغانان که ځانونه له دې اوسني وضعیت او بحران ژغورل غواړي، پکار ده چې له قومي ټیکدارانو ځانونه خلاص کړي او هیڅ ډول ورسره په لار لاړ نه شي او په فریبانه تبلیغاتو یې باور و نه کړي.
دا حکومت د ټولو افغانانو دی او د افغانستان لپاره کار کوي، په دې برخه کې حکومت ولسونو ملاتړ ته ضرورت لري او اشخاص او ډلې پرته له ځآن مړولو بل هیڅ ګټه دې وطن او ولس ته نه شي رسولی.
ملي یووالي زموږ قوت دی او نباید څو اشخاص دا یووالی د خپلو ګټو قرباني کړي، قومي سوداګرو ته باید نه وویل شي او د یو اباد او سرلوړي افغانستان لپاره باید خلک سره یو شي.