احسان الله ارینزی
د نړۍ ټول هغه ولسواک هېوادونه چې وخت په وخت ټاکنې کوي، د ټاکنو او د شکایاتو د اورېدو خپلواک کمیسیونونه لري چې د حکومتونو او نورو اړونده بنسټونو په مرسته د خلکو رایې ټولوي او د ټاکنو پایلې اعلانوي.
البته په دې هېوادونو کې ملی ظرفیت هم داسې حد ته رسیدلی وي چې ټول اړخونه خپل رسالتونه او مسوولیتونه په سمه توګه پیژني. دولتونه له خپل ټول مشروعیت، هیبت او صلابت سره د ټاکنو د خپلواکه کمیسیونونو شا ته ولاړ وي، قوانین تطبیق کېږي، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او رسنۍ خپلې دندې په سمه توګه سرته رسوي او خلک په دې پوهېږي چې د دوي رایې څومره مهمې دي او همدا دوی دی چی د واک او مشروعیت اصلي سرچنیې بلل کیږي او د خپلو ګوندونو یا فردي پرېکړو له مخې، داسې کسان ولسي جرګو ته لېږي چې وړتیا یې ولري او د یوه ښه استازي یا وکیل په دندو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او رسالت پوره پوه وي!
د افغانستان د ولسي جرګې د اوولسم پړاو ټاکنې د غزني او کندهار ولایاتو پرته، د روان کال د میزان یا تلې په 28 وشوې چې پایلې به یې په لنډه موده اعلان شي.د کندهار ټاکنی اونئ وروسته وشوی او د غزنی لا نه دی شوی.
ویل کېږي چې په دې ټاکنو کی ستونزې، نېمګړتیاوې، تېروتنې او حتی درغلۍ شته، ځینې خلک او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا ټاکنې د افغانستان په شرایط کې بریالی بولي؛ خو ځینې خلک، ډلې او ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا او کمیشنران پخپلو دندو کې بریالي نه بولي او د ټاکنو په پایلو شکونه څرګندوي.
په هر صورت موږ باید له یو ځایه پېل وکړو. سمې، رڼې، سراسري او عادلانه ټاکنې د هېوادپاله او مسلکي ولسي جرګې بنسټ جوړوي. سمه او فعاله ولسي جرګه به د مناسبو قوانینو د تصویب او په حکومت باندې د منظم څار له لارې، د دولت د مشروعیت له لوړولو سره مرسته وکړي او بیا به په دولت باندې د خلکو باور پیاوړی شي، د خلکو او دولت تر منځ واټن به کم شي او ټول هېواد به د نیکمرغۍ په لور په مخ وخوځي.
په هر صورت په ټاکنو کې به نیمګړتیاوې ډېرې وي او په دې کې هېڅ شک هم نشته؛ خو د ملي بنسټونو او ملي پروسو بې اعتباره کول یا د هغوی پرستیژ ته زیان رسول هم سم کار نه دی او هېواد ته درانه زیانونه رسولی شي.
بله خبره دا ده چې ټاکنې باید له خپلو ستونزو سره- سره سیاسي نه شي، دولت هېچا ته باید دا حق ورنکړي چې د خپلو تنظیمي، سمتي، مذهبي، قومي، منفعتی او حتی استخباراتي ګټو له پاره، د هېواد له برخلیک سره لوبې وکړي او په خړو اوبو کې ډېر کبان ونسي!
ولسواکي د خلکو په مټ جوړېږي. خلک د تاریخ خوځنده ځواک او د برخلیکونو ټاکوونکي دي. د افغانستان خلکو په دې ټاکنو کې رایه ورکړې او په ډېرو سختو شرایطو کې يی رایه ورکړې، دې رایو ته باید درناوی وشی او یوه- یوه شمار شي!