نور محمد ثاقب

په تعلیمي دوره کې بېلا بېلې مداخلې د زده کوونکي د معیاري زده کړو په حاصلولو باندې ناوړه اغېز لري. دا منفي اغېز د ځوان د تحصیلي دورې بهیر هم ټاکنی کوي او ځوان د سترو ستونزو سره مخامخ کیږي. زما د تعلیمي (ابتدایه، متواسطه او لیسې) دورې په وخت کې زموږ کورنۍ د نورو افغانانو په څېر د سیاسي ناقراریو په وجه مهاجرت ته اړ شوه چې د بېلا بېلو ناخوالو سربېره د نورو افغان ماشومانو په څېر زما پر تعلیمي دوره سخت منفي اثر وغورځوه. فقر، د کور نشتوالی، مکتب نشتوالی، د اقلیم بدلون، د تعلیمي نصاب بدلون او داسې نور ګڼ شمیر فکتورونه د دې سبب شول چې زما تعلیمي بهیر ګډوډ کړي. تعلیمي زده کړې به مو کله ځنډیدلې او کله به روانې وې. کله یو ځای ته کډه کیدل او کله بل ځای ته. کله یوه ښوونځي کې شاملیدل او کله په بل ښوونځې کې شاملیدل.

د نامناسب او بنیادي تعلیم نه حاصلولو زه د تحصيل په دوره کې بې شمیره ستونزو سره مخ کړم. د وخت ضایع کیدل زما لپاره ډیر لوی زیان وو. په مناسب عمر کې مې ونه شول کړی، چې لوړې زده کړې ترلاسه کړم. یو څه ناوخته مې  د لوړو زده کړو حاصلولو چانس ترلاسه کړ چې لوی علت یې د تعلیمي دورې ټاکني کیدل ول. د لیسانس په دوره کې سخت کار کولو ته اړ شوم. هغه مهمې سرچینې، چې تعلیمي پوه  او وخت  دي؛ له ماسره کم وو. د تعلیمي دورې په سیستماتیکه توګه نه ترسره کول آن زما د ماسټرې دورې په تحصيل هم ناوړه اغېز کړی. ځکه ځینې داسې علمي معالومات چې باید په ښوونځي کې ترلاسه شوی وای او دلته استفاده شوي وای، نه وو موجود.

دا زما د تعلیمي او تحصیلي دورې یوه تجربه ده، چې له دغې تجربې مې مقصد دا دی، چې موږ باید د خپلو ماشومانو تعلیمي اساس په معیاري ښوونځيو کې  جوړ کړو. زما د تعلیمي دورې د ټاکني کیدلو لوی علت له هیواده د باندې مهاجرت وو خو کیدای شي، چې ستاسو د ماشومانو د تعلیمي بهیر ټاکني کیدل نور ډول ډول علتونه ولري خو دې ته پام کول په کار دي، چې د ماشوم تعلیمي بهیر ټاکنی نه شي.

که د خپلو ماشومانو تعلیمي اساس په ښوونځيو کې جوړ کړو نو په آسانۍ سره پرمختګ کولای شي او که د ماشوم تعلیمي اساس د ښوونځۍ په دوره کې جوړ نه کړل شي نو نه یوازې ده چې د لوړو زده کړو د حاصلولو پر مهال به لویې ستونزې ولري بلکې د نوښتونو چانسونه او وختونه به یې له لاسه ورکړي وي. د لوړو زده کړو پرمهال د تعلیمی اساس د جوړیدو موقع نه پیداکیږي. هلته پرمختګونه کیږي. د تحصيل په دوره کې نوی علم او نوي مهارتونه د تعلیمي معلوماتو پر مټ ترسره کیږي. په پای کې یوه یادونه اړینه بولم چې دلته د تعلیمي زده کړو څخه د ښوونځي دورې زده کړې او تحصيلي زده کړو څخه د پوهنتون دورې زده کړې مطلب دي.

پای

۱۳۹۶/غويي ۲۹ جمعه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *