تاند نیوز ډیسک: اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د نوملیکنې د هغه مرکز په لیست کې خپل نوم په ډېره سختۍ پیدا کړی چې ټاکنو ته یې نوملیکنه په کې کړې وه.

اجرائیه ریاست نه تاند ته په نننۍ راستول شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله له قوله راغلي، ټاکنیز کمېسیونونه باید د ټاکنو د بحراني کېدو د مخنیوي لپاره په خپلواک ډول عمل وکړي.

 عبدالله پرته له دې چې د کوم ټیم نوم واخلي ویلي دي د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې د نورو د لاسوهنې خبرونه خواشینوونکي دي خو دا هلې ځلې باید د پارلماني ټاکنو بده تجربه پر ولس تکرار نه کړي.

 عبدالله ویلي، په هغه مرکز کې یې چې نوملیکنه کړې وه، لا هم د ستونزو له امله لیست کې د ده نوم په اسانه نه دی پیدا شوی، تر دې وړاندې پارلماني ټاکنو کې هم هغه مرکز ته چې اجرائیه ريس د رایې اچونې لپاره تللی و، د نوموړي نوم په لېست کې نه و راغلی.

ډاکټر عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر مولانا عبدالله ویلي وو، ارګ کې د ولسمشر شاوخوا یو شمېر کړۍ د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *