تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د کابل په اماني لیسه کې خپله رایه وکاروله او زیاته یې کړه په ټاکنو کې ونډه اخیستل، د طالبانو اسلامي امارت ته د نه ویلو او انکار په معنا دي.
نوموړي دغه راز د رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د ټاکنو کمېسیون له ټولو کارمندانو هیله لری چې له خورا دقت څخه کار واخلي او افغانانو ته د ټاکنو رڼې پایلې په لاس ورکړي.
ښاغلی دانش نن سهار له ولسمشر غني سره یو ځای د رایو د صندوق مخې ته ونه لیدل شو.
ولسمشر غني نن یوازې لومړۍ مېرمن او خپل لومړی مرستیال امرالله صالح له ځان سره د رایو مرکز ته راوستی و.
سرور دانش په پارلماني ټاکنو کې خپله رایه په دشت برچي کې کارولې وه.