سوله تر ټاکنو لومړیتوب لري، خو لومړی باید په دې فکر وشي چې سوله د یوې میاشتې او یا کال خبره ده چې باید ټاکنې ورته وځنډول شي؟ ښکاره خبره ده چې د سولې پروسه چې هوکړې لاسلیک کیږي او بیا یې مواد تطبیق کیږي، کلونه وخت نیسي، نو د دې لپاره ټاکنې اړینې دي او اړتیا لیدل کیږي چې د سولې د خبرو لپاره یو مشروع حکومت وي چې خبرې په مخ یوسي او د واک تشه رامنځ ته نه شي.

طالبانو او امريکا ترمنځ اتم پړاوو خبرې د اختر په دویمه شپه ناوخته پای ته ورسېدې او ظاهرا يې د موافقتنامې په متن توافق کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خليلزاد به اوس دا متن د خپل هېواد له بهرنيو چارو وزير پمپيو سره شريکوي او بحث به پرې کوي.

ذبيح الله مجاهد ويلي چې دواړه لوري به خپلو مشرانو سره متن شريکوي، له دې معلومېږي چې دا متن نهايي شوی نه دی او نورو خبرو ته هم په کې ځای شته.

خليلزاد به د پمپيو سره له کتلو وروسته چهارشنبه چې د اګست ۱۴ مه چې د پاکستان د ازادۍ ورځ ده په دوحه کې وي او دغه مهال چې طالب مرکچيانو هم له خپلو مشرانو؟ سره مشوره کړې وي، بيا به له خليلزاد سره کيني او امکان ولري دغه نهايي کېدل به يو دوه ورځې نور وخت ونيسي. ممکن پنجشنبه چې د اګست ۱۵ ده نهايي شي.

خو د موافقې اعلان به بيا هم دوه درې ورځې وخت غواړي، ځکه خليلزاد مجبور دی، نهايي متن له خپلو غربي متحدينو استراليا او اروپايي هېوادونو او ناټو سره شريک کړي، ممکن دوه ورځې وخت نور هم واخلي او که هر څه نورمال مخې ته لاړ شي ايله د اګست په ۱۷ مه د امریکا او طالبانو ترمنځ نهايي متن لاسليک شي.

په موافقتنامه کې هماغه څلور خبرې دي، لکه د امريکايي پوځيانو د وتلو مهال ويش او په امريکايي ځواکونو د بريدونو بندول، نړيوال تروريزم سره مبارزه، افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات پيلول او په څلورمه خبره چې اوربند دی، په دې توافق ندی شوی په امريکايي ځواکونو به بريدونه نه کېږي خو د دغه توافق په اساس چې اوربند په کې ندی شامل تر هغو پورې به طالبان خپل جهاد او عمليات جاري ساتي څو پورې چې افغان حکومت سره مذاکراتو کې يو توافق ته نه وي رسېدلي‌.

دلته يوه خبره لا هم په ابهام کې ده چې ټاکل شوې وه کوم توافقنامه چې طالبانو سره سره لاسليک کېږي په هماغه وخت او شيبه بايد د افغانستان حکومت سره هم امريکا يوه موافقه لاسليک کړي، ددغې توافقنامې متن له وړاندې افغان حکومت او امريکا نهايي کړی، ښه چې خليلزاد په دغه وخت دوحه کې وي، پوښتنه دا ده چې افغان حکومت سره به دا متن څوک لاسليکوي؟ زما نظر دا دی چې افغان حکومت سره دا متن بايد تر خليلزاد کوم بل لوړپوړی امريکايي چارواکی لاسليک کړي چې هم د افغان حکومت پرستيژ لوړ شي او هم به په يو وخت دواړه موافقې په يو وخت لاسلیک شي.

تر دې وروسته د معلوماتو له مخې د اګست په ۲۶ يا ۲۷ د ناروي په اوسلو کې بين الافغاني خبرې پیلېږي چې د افغانستان حکومت او طالبانو استازي به په کې برخه اخلي.

دا هر څه که نورمال مخې ته لاړ شي او کومه مهمه پېښه او خنډ رامنځته نشي نو کېسه دغه ځای ته رسېږي، له هغې وروسته چې د طالبانو او افغان حکومت کوم مذاکرات پيلیږي ددې اندازه د خليلزاد له مذاکراتو لګولی شي چې هغه لس مياشتې بعد دغسې يوې نتيجې ته رسېږي دا چې طالبان او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات ډېر جزییات او خورا ډېر اړخونه لري کېدای شي تر کال زيات وخت ونيسي چې طالبان او افغان حکومت لکه د حکمتيار سره چې يوې هوکړې ته ورسېدل ورسېږي او له هوکړې وروسته نو خپله پوهېږئ بلا ډیرې کېسې نورې هم شته.

نو افغانان باید ټاکنو لپاره چمتو اوسي او له ټاکنو پرته بله لار نه لري، افغانستان کې لنډمهالي او عبوري حکومتونه پایله نه ورکوي او هر کله چې د واک تشه رامنځ ته شوې، یوه ګډوډي ورسره پيدا شوې ده.

افغانانو ته پکار ده چې ټاکنو کې ګډون وکړي او داسې حکومت رامنځ ته کړي چې د سولې خبرې هم مخ ته یوسي او بیا که کله د سولې خبرو کې ګډ او یا بل ډول حکومت باندې پریکړه کیدله، دا به د خلکو غوښتنه وي او حکومت به یې مني.

One thought on “ټاکنې سولې ته نه ځنډیږي؟ | نوید احمد څرک”
  1. ولن ترضی عنک الیهود ولا النصاری حتی تتبع ملتهم
    قرآن کریم
    زموږ حکومت حق لری چی اسلامی او ملی ګټی مو وساتی ،او همدا یی وظیفه او مسؤلیت هم دی نو هرهغه کورنی یا بهرنی اړخ چی زموږ دا حدود تر پښو لاندی کوی حکومت مکلف دی چی د تیری لازمی ځواب ورکړی
    بله خبره داده چی ایمانا اجنبیان څومره موږ ته د اعتماد وړ دی؟دین څه وایی ؟ ددی سوال ځواب، وارثان د انبیاء علیهم السلام باید ورکړی او ان شاءالله بی اجله نه وژل کیږی که هر څو د ارګ او نورو سوړو نه بهر وی او علما نباید ګنګ او بی تمیزه پاتی شی ځکه کتمان حق هم لوی جرم دی او د عالم ،ډوله څیرو ځواب باید علما ورکړ ی بله دا چی موږ منحیث دولت او ملت ځانته ګټی لرو چی اسلام تعریف کړی نوپه معصیت کی له هیچا هم اطاعت نشته او هره هغه فیصله چی زموږ د ملی او اسلامی ګټو سره ټکر ولری که د ملا او اتمی لچکانو له خوا وی دا مؤمن ملت یی نه منی او اسلام دا حق ورکړی او باید خوندی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *