تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: د تاند د ارزونې په اساس د سږ کال ولسمشریزو ټاکنو په یوه رایه نږدې اووه زره افغانۍ یا ۸۵ ډالر مصرف راغلی دی.
راپورونه ښيي چې د سږ کال ولسمشریزو ټاکنو په یوه رایه د تېرو پارلماني ټاکنو د یوې رایې دو چنده مصرف راغلی دی، ځکه د تېر کال پارلماني ټاکنو کې په یوه رایه ۴۴ ډالر لګښت راغلی و.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالر لګېدلي چې ۶۰ سلنه یې د دولت له خزانې ورکړل شوي دي.
کمېسیون همدا راز د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو لپاره د ۴۴۲ میلیونه افغانۍ حد ټاکلی و.
که د کمېسیون له لوري د کمپاینونو لپاره په ټاکلي اندازه ۴۴۲ میلیونه افغانیو د ټاکنو د ترسراوي مصرف ۱۴۹ میلیونه ډالر اضافه شي نو په ټاکنو راغلی ټول ټال لګښت ۲۲۰ میلیونه ډالر راغلی دی، خو که اوس دا پیسې په هر رایه ورکوونکي وویشل شي، نو ۶۶۰۰ افغانۍ یا ۸۵ ډالر ترې جوړېږي.
خو د ولسمشرۍ نوماندان بیا وايي، په هره رایه د محاسبه شوې اندازې هومره مصرف نه دی راغلی.
د ولسمشرۍ نوماند حکیم تورسن له تاند سره په خبرو کې همدې ټکي ته په اشاره وايي، د کمېسیون له لوري ۴۴۲ میلیونه ډالر کمپایني لګښت حد ټاکل شوی و، خو ده پر خپلو کمپاینونو یوازې درې نیم میلیونه افغانۍ لګولې دي.
مګر د ولسمشرۍ بل نوماند فرامرز تمنا بیا وايي، پخپله یې څلور نیم میلیونه افغانۍ په کمپاینونو لګولي دي خو دوه مشخصو دولتي ټیمونو له ټاکلي حده څو برابره زیاتې پیسې لګولې دي.
همدا راز د ولسمشرۍ بل نوماند رحمت الله نبیل هم پر یو مشخص ټیم تور پورې کوي چې د دولت له خزانې څخه یې ۱۷۵ میلیونه ډالر په کمپاین لګولي دي او باید حساب ورکړي چې دا پیسې یې له کومه ځایه مصرف کړې دي.
بلخوا کمېسیون وايي، د کمپاینونو په لومړۍ میاشت کې ورته ۹نوماندانو خپل مصارف روښانه کړل، خو د ټاکنو په پایته رسېدو یوازې دوه نوماندانو ورسره خپل لګښتونه شریک کړي دي.