تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ فیفا اعتراف وکړ چې سږ کال یې د ټاکنو د څارونکو د استخدام لپاره بودیجه نه لرله.
فیفا چې د افغانستان پر ټاکنو د څار مهم کورنی بنسټ دی، وايي، د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته یې د بودیجې د کمښت له کبله ایله ۶۰۰۰ څارونکي نیولي دي.
د دې بنسټ مشر یوسف رشید نن په دې تړاو وویل، ګڼ شمېر ناظرین ی په رضاکارانه ډول مؤظف کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، ناظرین یې د ټلیفوني خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي ځکه ګڼو ولایتونو کې مخابرات قطع دي او ځینو ولایتونو کې یوازې مرکزي سیمې له مخابراتي پوښښ برخمنې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وايي، سږ کال ۱۴۴ زره کورني او نړیوال څارونکي لري.