د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د نېټې له کره کېدو څو ساعته مخکې د حکومت اجرايي مشر ښاغلي عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ناسته کې وویل چې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات اړین دي او ضرور به هغه اصلاحات پلي کېږي چې دوی پرې کار روان کړی.
له دې سره هغه وویل چې راتلونکې ټاکنې او ټاکنیز اصلاحات به د ټاکنو د نوي خپلواک کمېسیون له لوري ترسره کېږي.
د دې څرګندونو په غبرګون کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ښاغلي احمد یوسف نورستاني وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۵ کال د تلي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوی د مدیریت لاندې ترسره شي او په دې برخه کې هېڅ داسې قانون نه شته چې د دوی مخه ونیسي .
دغه راز نورستاني خبریلانو ته وویل چې څوک یې له دندې لرې کولی هم نه شي او نه هم دوی تیار دي چې استعفاء وکړي.
له دې ښکاره ده چې افغانان باید یو بل ناوړه سیاسي بحران هم جبران کړي او یوځل بیا یو داسې بیه ورکړي چې د دوی د سرونو په قېمت هم تمامه شي.
له بده مرغه چې تر دې دمه د ښاغلي عبدالله لپاره اصلاحات همدا دي چې څنګه د ټاکنو د کمېسیونونو کمېشنران له دندې لرې کړي او پرځای یې خپل داسې کسان ځای پرځای کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ده په ګټه کار وکړي.
د قانون له مخې اجرایوي رییس نه شي کولای د چا د لرې کېدو پرېکړه وکړي او یا هم څوک په داسې خپلواکو پوسټونو وګماري اساسي قانون دا صلاحیت یوازې او یوازې ولسمشر ته ورکړی.
زه فکر کوم په دې نړۍ او په دې هېواد کې به داسې څوک پیدا نه کړئ چې د اصلاحاتو مخالف به وي خو هغه اصلاحات چې عبدالله غواړي مونږ ته د زغملو وړ نه دي او نه هم د دې اجازه چاته ورکو چې غیر منطقي اصلاحات په مونږ وتپي.
په ټاکنیز نظام کې اصلاحات باید د ټاکنو د کمېسیونونو په مېز شوي وای نه د اجرایوي رییس او ولسمشر په مېز.
که دوی د ټاکنو د کمېسیونونو مشران په درغلۍ او ناسم مدیریت پړ ګڼي په حقیقت کې ولسمشر او اجرایوي رییس دواړه په دې اعتراف کوي چې مونږ مشروعیت نه لرو او په ریښتا هم مونږ په درغلۍ واک ته رسېدلي یو.
دا هم حقیقت دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل بې پریتوب ونه شو ساتلی ټاکنې یې بحران ته بوتلې اوس که د درغلۍ خبره وي دواړه مشران دې په اخلاقي لحاظ له دندو استعفاء وکړي ځکه دوی په درغلۍ راغلي او باید نویو ټاکنو ته لار پرانستل شي هغه غوښتنه چې اوس یې د احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه هم کوي.
زه وایم اصلاحات دا نه دي چې افراد له دندو ګوښه شي بلکه اصلاحات دا دي چې څنګه مونږ غلط فکرونه بدل کړو.
سره له دې چې ملي شورا په ټاکنیز نظام کې د بدلون او د ټاکنو په قانون کې د تعدیل ټول فرمانونه یو له بل پسې رد کړي خو اوس هم د غوراوي کمېټه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون په څېر په ډېرې سپین سترګۍ کار ته دوام ورکړی او په قانون پښې ږدي.
له دې ټولو ناکامو هڅو جوتیږي چې راتلونکې ټاکنې په یو داسې سیاسي کړکېچ ورګډیږي چې هېڅ کله به نور د افغانستان خلک د غرب په دې راوړې ولسواکۍ باور ونه کړي.
د ملي یوالي حکومت که غواړي چې ټاکنیز نظام بدلون وکړي او اصلاح شي د اوسني نظام د تقویې لپاره دې کار وکړي په ډیری هېوادونو کې مروج نظام دی خو په دې شرط چې د ټاکنو کمېسیونونه خپلواک پرې ښوول شي وبه ګورو چې راتلونکې ټاکنې څنګه تجربه کوو.
که سر له اوسه لاس وهنې وي بیا نو چې د اسمان ملایکې هم راشي ګل مرجان یې نه مني.
په همدې ستره هیله