تاند، شنبه، د میزان ۶مه: رحمت الله نبیل د ولسمشریزو ټاکنو په تاریخ کې لومړنی نوماند شو چې له خپلې مور سره یو ځای د ټاکنو مرکز ته ولاړ او رایه یې وکاروله.

نوموړي زیاته کړه، ټاکنې دوه دښمنان لري، طالبان او درغلي چې طالبانو یې علني دښمني اعلان کړې ده خو خلک کولی شي چې په پراخ ګډون د ټاکنو د دواړو دښمنانو مخه ونیسي.

نوموړی وايي، ناظرینو یې ورته له ځینو سیمو څخه شکایتونه رسولي دي: (( د ټاکنو پروسه ډېره بده نه وه، د پارلماني ټاکنو په پرتله ستونزې کمې شوې دي، ځینو ولایتونو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.))

رحمت الله نبیل له خپل کوم مرستیال پرته نن له خپلې مور سره یو ځای ششدرک ته ولاړ او خپله رایه یې وکاروله.

هغه نن د ولسمشرۍ څلورم نوماند شو چې له اشرف غني، عبدالله عبدالله او تورسن وروسته یې خپله رایه وکاروله.

One thought on “ټاکنې: نبیل لومړنی نوماند شو چې له خپلې مور سره ټاکنیز مرکز ته ولاړ”
  1. نبیل پښتون سقوی دی. د دیموکراسي دریم و ترټولو خطرناک دښمن همدا سقویزم دی چې د دیموکراسۍ پرآس سپریږي سقوي غوبل ته عبور کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *