د راتلونکیو ټاکنو د ترسراوي د نېټې په رانېږدې کېدو سره په هېواد کې د ټاکنیزو مسایلو په اړه بحثونه ګرم او منډې ترړې ډېرې شوي دي.
په هلمند کې یوشمېر خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتي، چې راتلونکې ټاکنې دې وځنډوي.
دغو کسانو چې شمېر يې شاوخوا ٣٠٠ تنو ته رسيده په لښکرګاه کې ویلي، چې د نا امنۍ له امله نشي کېدای ټاکنې تر سره شي او په کار ده چې د لویې جرګې له لارې ولسمشر وټاکل شي.
د غونډې برخوالو ویلي، لومړى دې په ولسواليو کې امنيت ټينګ او بيا دې د ټاکنو لپاره پلان جوړ شي.
دوی ویلي، په ټاکنو کې بايد اکثريت وګړي ګډون وکړي، که خلک د نا امنۍ له ويرې ګډون ونشي کړاى د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.
هغوی زياته کړې، افغانانو له پخوا خپلې دا ډول ستونزې د جرګو له لارې هوارې کړې دي لويه جرګه، چې د هيواد د ټولو قومونو استازي به برخه پکې اخلي د مشر د ټاکلو لپاره يوه ښه لاره ده.
دا غونډه او غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې په کندهار کې یوې ټولنې په واک کې د ولسمشر کرزي د پاتې کېدو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې له ولسمشر کرزي نه نیولې تر خلیلزاد، عطامحمدنور، استاد سیاف، اشرف غني او ځینې نور بیا د ملي اجماع خبره کوي. دوی وايي یوازې ملي اجماع کولای شي چې د افغانستان ستونزه حل کړي. ولسمشر کرزي ورسره دا هم اضافه کړې، چې د ملي اجماع له لارې دې دوه درې نومانده سیالۍ ته ووځي.
له دې څرګندونو سره سره داسې اوازې هم شته، چې ګویا ولسمشر د چارو ادارې ته امر کړی، چې د لویې جرګې لپاره لومړني تدابیر ونیسي.
ځینو شنناندو دا اټکل کاوه، چې ولسمشر به په لویه جرګه کې دوه مهم مسایل مطرح کړي، چې یو له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول او دویمه هم د راتلونکیو ټاکنو او زعامت مساله، چې یوشمېر کسان به په هېواد کې د ټاکنو د ترسراوي شرایط ناسم وبولي او ولسمشر ته به تر نامعلوم مهاله په واک کې د پاتې کېدو ووايي.
د ولسمشر کرزي سیاسي مخالفان دا تور لګوي، چې نوموړی د ملي اجماع له لارې غواړي د خپل واک موده وغځوي او یا هم په واک کې د پاتې کېدو هڅې کوي.
دغو غوښتنو وښوده، چې د ملي اجماع او لویې جرګې تر شا څه پراته دي. دې غوښتنو وښوده، چې ولسمشر او ټيم یې غواړي په واک کې پاتې شي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره د دغسې غونډو په جوړولو سره د خلکو او سیاسي مخالفانو غبرګون ځانته معلوم کړي.
د ملي اجماع په اړه بېلابېل سیاسیون جلا جلا برداشتونه او نظرونه هم لري. مثلاً ډاکټر اشرف غني احمدزی، استاد سیاف، زلمی خلیلزاد، استاد عطا، ولسمشر کرزی او نور هر یو جلا جلا اند و فکر لري.
دغه راز د ملي اجماع د جوړېدو پر څرنګوالي هم ټول نشي سره سلا کېدلی. د ملي اجماع اجنډا، ورته د خلکو را غوښتل، د بحثونو او پرېکړو څرنګوالی، د پرېکړو پلي کېدل، د ملي اجماع رهبري کېدل، تضمین او ډېر نور مسایل شته چې لا نا حل شوي پاتې او د ملي اجماع ترسره کول او بریالیتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
د دې ترڅنګ چې یوشمېر سیاسیون د ملي اجماع خبره کوي، د ډاکټر ستار سیرت په مشرۍ یوشمېر نور هغه سیاستوال چې په تېره یوه لسیزه کې له هېواده بهر پاتې او د پخواني شاه ډله ده، لومړی په هېواد کې د یوه موقت حکومت او له هغې وروسته د ټاکنو د ترسراوي غوښتنه کوي.
خو په اوسني وخت کې افغان کشاله یوازې او یوازې د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو تر سره کول حلولی شي.
د هلمندیانو دا نظر درست دی، چې په اوسني وخت کې د ټاکنو ترسره کول به نا امنه سیمې له ټاکنو بې برخې کړي؛ خو د ټاکنو د ځنډولو پر ځای ښه لاره دا ده، چې له حکومت د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړي.
حکومت باید له تېرو ټاکنو نه په تجربو اخیستلو سره تر وسه وسه هڅه وکړي، چې په ټولو ناامنه ولایتونو کې په ځانګړي ډول په ختیزو او سوېلي ولایتونو کې خلکو ته د رایه ورکونې زمینه برابره کړي، ځکه هغوی ته د رایه ورکونې د نه برابرېدو پایله نننی حکومت او نننی وضعیت دی.
په تېرو ټاکنو کې په لوی لاس هغوی له رایه ورکونې بې برخې شول او اوس هم ورته پلان تر کار لاندې دی.
یوازینۍ لاره د ټاکنو په خپل وخت تر سره کول دي او د حکومت دنده ده، چې د ټاکنو د ښو ترسراوي لپاره زمینه برابره کړي. له ټاکنو پرته د بلې هر لارې او اپشن ټاکل به افغانستان نویو ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ لور ته بوځي.
دغه راز د خلکو دنده هم ده، چې د ټاکنو د زمینې په برابرولو او امنیت په ټينګښت کې ونډه واخلي او خپل برخلیک په خپله وټاکي. په هېڅ صورت نور باید ولسمشر کرزی او ټیم یې په واک کې د پاتې کېدو فکر ونه کړي او نه خلک چمتو دي، چې د اوسني ټیم د دوام غوښتنه و کړي.