تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د کابل گارنېزیون وايي، د ټاکنو په ورځ به د کابل ښار د ۵۵۸ ټاکنیزو مرکزونو د امنیت خوندیتوب لپاره ۳۰ زره امنیتي ځواکونه په دنده ولاړ وي.
د کابل ګارنېزیون قومندان راز محمد اوریاخېل نن د امنیتي مسوولانو په خبري غونډه کې وویل، د کابل امنیت به په دریو کمربندونو کې ونیول شي او د ټاکنو په ورځ به ځمکنۍ او هوايي ګزمې هم کېږي.
بلخوا د کابل د ۱۱۱مې فرقې قومندان شیرین شاه هم ټآکنو ته بشپړ چمتووالی وښود او زیاته یې کړه له یوې میاشتې راهیسې یې ټاکنو ته پراخ تدابیر نیولي دي: ((۱۳ ولسوالیو، ۲۱ مه او ۱۹مه حوزه کې مو عملیات هم کړي دي، تر څو ټول ګواښونه منځه ولاړ شي.))
د کابل امنیه قومندان بیا د ټاکنو د ګواښلو په تړاو د طالبانو خبرې هوايي وبللې او زیاته یې کړه خلک دې د طالبانو خبرو ته د غوږ نیولو پر ځای ډاډه د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي.
په همدې حال کې د کابل د ټاکنو کمېسیون مشر وحید الله تړون وویل، د کابل په کچه ۵۵۷ مرکزونو کې ۴۷۷ محلونه لري چې ټولو کې به د میزان د شپږمې ټاکنې ترسره شي: (( په کابل کې د سهار له اوه بجو تر دریو بجو پورې ټاکنې کېږي، تر پنځو بجو به رایه شمېرنه تمامه شي او بیرته به توکي کمېسیون ته رسول کېږي.))
په همدې حال کې د کابل والي، پر دولتي کارمندانو د بې پریتوب غږ کړی او زیاته یې کړه چې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو کمېسیون ته ټولې اسانتیاوې یې برابرې کړې دي.