په دې کې هېڅوک هم شک نه لري چې هندوستان، د مفکورو، عقيدو، مذاهبو، علومو، فنونو، هنرونو او…کيسو ټاټوبى دى. اوسنى هندوستان د نړۍ د معاصرې د يموکراسۍ يوه رېښتينې بېلګه ده، د هند پر ځمکه د تاريخ په  بېلابېلو دورو کې پوهان او عالمان زېږېدلى، پالل شوي او نړيوال شوي دي، خو رابندرانات ټاګور د هند يوه داسې ستره  هستي او فرهنګي ميراث  دى چې تر  ننه يې هم هند بديل نه لري.

 څه وو چې ټاګور يې نړيوال کړ، څه وو چې نوموړى ته يې هومره نړيوال محبوبيت او هويت ورکړ  چې  د هغه له کورني او هندي محبوبيت سره پوره سيالى کولى شي او تر ننه يې  د خپلو اثارو او پيغامونو له لارې د نړۍ ډېر ادب مين او غير متعصب خلک خپل بولي او پر عالي انساني افکارو يې وياړي؟

د ټاګور په اړه چې څومره څېړونکو او ټاګور پېژندونکو څېړنې او څرګندونې کړې، نو د ټولو يو  ګډ نظر يا ټکى، د هغه  په پراخ نظرۍ او بې تعصبه فکر اتفاق دى، ځکه چې هغه بې تعصبه ژوند وکړ او  نورو ته يې هم د پراخ نظرۍ او بې تعصبه ژوند درس ورکړ. ده حتى په دې برخه کې د هندي فلسفې يا هندوييزم پر هغه  برخو  هم نيوکې وکړې چې موخه يې يوازې هندي وګړى و.

    د عدم تشدد مبارزې له هندي بنسټګر مهاتما ګاندي سره هم د هغه د نظرياتو يو ټکر په دې کې و چې ګاندي د هند د خپلواکۍ په مبارزه کې پر فرديت او ملت ټينګار درلود، خو د ټاګور د مبارزې او افکارو اصل پر (بشريت) را چورلېده او له خپلې دې نظريې نه يې د ګاندي پر وړاندې هم دفاع کوله.

په هندوستان کې له شک پرته چې داسې مفکرين او  اشخاص هم تېر شوي دي چې د ټاګور خلاف يې په ذهنونو کې د تعصب او  له نورو د کرکې او يواځې  پر ځان د مينتوب چينجيو وده کړې وه، دوى د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د هندي مسلمانانو سره له کرکې او تعصب نه ډک چلند وکړ، خو ټاګور په ډاګه ويل :

“موږ بايد د هغو مسلمانانو منندوى وو او د هغوى دا ستر احسان ومنو چې ډېر پخوا يې دې خاورې ته   د علومو او فلسفې رڼايي راوړه ، موږ ته يې رېښتينې لارښوونې وکړې، د هغوى دې ګران بيه  ډاليو ته بايد په درنه سترګه وکتل شي.”

د ټاګور همدا  اصلاحي نظريات وو چې له امله يې د هندي ټولنې ډېرې سنتي خامۍ او ځينې مذهبي خرافات  محوه شول او هندي انسان د فکري ازادي او بشريت سره د مينې په نړۍ کې ازاده ساه واخيسته.

   ده  په خپل يوه مناجات کې داسې ويلي دي: لويه خدايه! ته ما په داسې فردوس او ازاد جهان کې راويښ کړې چې هلته د استدلال د چينې رڼې اوبه د عنعناتو وچ ځنګله ته لاره نه کوي.

   کله چې له ټاګور نه د هغه د دين په اړه پوښتنه وشوه، ځواب يې ورکړ: زه په هېڅ دين پورې اړوند نه يم، کوم ځانګړي مذهب ته پاپندي هم نه لرم، يواځې پر يو څه يقين لرم او هغه دا چې کله خداى پاک پيدا کړم، ور خپل يې کړم.

  ټاګورغوښتل چې نوي نسلونه په داسې بې قيده او بنده نړۍ کې سترګې وغړوي چې مخې ته يوازې انسان ولاړ وي، ځکه چې ده د ماشوم سالمې ښوونې او روزنې ته د نړۍ او نسلونو د مثبت بدلون د وسيلي په سترګه کتل او د خپلې ټولنې لپاره يې دا ارمان داسې بيان کړى دى:

   چې زړونه په کې له ډاره په امان وي، چې سرونه په کې هسک وي، چې په علم هېڅ ډول بنديزونه نه وي، چې نړۍ په کې د ځايي ټاکل شويو پولو په دېوالونو وېشلې نه وي، چې توري په کې د صدق له ژورو راوځي، چې د عقل رڼه سرچينه د عادتونو په دښتو کې لاره ورکه نه کړي…باداره!

د ازادۍ په داسې جنت کې زما وطن وېښ وساته!

 همدا لامل دى چې ټاګور د ادب نړيوال جايزې( نوبل) ته نوماند او يوه غوره مستحق وګڼل شو، بله دا چې د ګيتانجلي په ګډون د هغه ګڼ اثار د نړۍ نږدې ټولو ژونديو ژبو ته وژباړل شول، په پښتو کې هم پښتنو ولوست او ګڼ مينه وال يې وموندل، لامل يې دادى چې د هغه فکر نړيوال و، د انسان په ادرس يې خبرې کړې وې او هر چا په کې ځان موندلى شو.

  د هغه د پراخ نظرۍ او له تعصبه پاک شخصيت په اړه  ګڼ ثبوتونه او بېلګې شته دي، که هغه يوازې د هند او هندوستانيانو په اړه فکر کړى وى، نو نن به موږ ټاګور او د هغه اثار نه پېژندل، د هند د يوه بل هېر شوي ليکوال په څېر به ورسره  نا اشنا وو، خو څه وو چې هغه يې پر نړۍ د يوه پراخ نظره خواخوږي په څېر قبول کړ؟

   په کرېسټن رجسټر کتاب کې يې په دې اړه ليکلي دي:  (( د مذهب په باب عالي مفکرين چې څومره په پخواني هندوستان کې پيداشوي دي دنړۍ په نورو ملکونو کې نه شته،خو اوسنی هندوستان يې د يوه ډاکتر ټاګور څخه د اخلاقو مل  پراخ نظره ، همدرد او هوښياره معلم نه لري. په اوسني هندوستان کې ډاکتر ټاګور پرته بل څوک نه شته ، چې زموږ پوهې راڅخه قبولې کړي او د خپل تاريخي ملک ښې پوهې پر موږ پيرزو شي . په ټاګور کې ددغه پراخ نظري سببونه بايد دده په خپل ژوند کې ولټوو .))

  دلته به د هغه په ژوند، مبارزه او افکارو کې ځينې دا ټکي ولټوو. ددې لپاره به لومړى د تمدنونو او طبيعت سره د انسان پر اړيکه، ازادي او وحدت  په اړه د ټاګور عالي نظريات  او په هند کې د پيل شوي مذهبي اصلاحاتو غورځنګ( برهمو سماج )سره د ټاګور فکري يو والى  او عملي ونډه وڅېړو، البته د هغه کورنۍ چاپېريال  به تر ټولو مهم وي چې دلته يې په اړه څو خبرې کوم.

کورنۍ چاپيريال :

   ټاګور په يوه داسې کورنۍ کې سترګې وغړولې چې له فنونو، علومو، افکارو، مذهب او مذهب پالنې سره اړيکې ورته څه نوې خبره نه وه، د هغه د کورنۍ مشران هم د دربار خلک وو، هم د علم،ادب او هنر مخکښان او پالونکى وو، دې کورنۍ نه غوښتل چې ماشومان يې په محدود او تړلي چاپيريال کې زده کړې وکړي او په سنتي زده کړو او دودونو پسې د بګۍ د اساس غوندې په محدوده لاره  و لاړ شي.

ټاګور له کورنۍ زده کړې سربېره، د کلکتې د دولتي ښوونځيو خوند هم کتلى و او دايې حس کړې وه چې د فکري توليد او ازاد خيال و فکر کولو لپاره څه نه لري، ځکه خو يې د خپلو  ډېرو پوښتنو ځوابونه په ازاد طبيعت کې وموندل.

د ټاګور  کورنۍ د هند د هغو کورنيو په څېر نه وه چې ذهن او فکر يې يواځې تر خپل هېواد پورې محدود کړى وي، دوى د شرقي کلتور او تهذيب ترڅنګ، د غربي کلتور او علومو مزه هم څکلې وه، اروپا ته سفرونه درلودل او طبيعى ته چې د خپل کشر زوى( ټاګور) لپاره يې هم داسې يوه هيله درلوده.

لکه په نورو بحثونو کې مو چې يادونه وکړه، ټاګور ان په ماشومتوب کې له خپل کلي کور بهر سفرونه وکړل، رنګارنګ انسان يې وليدل او تر څنګ يې  په ډېر کم وخت کې يې د غربي او شرقي کلتور مشترکات او رنګارنګۍ پرته او په ژوره توګه حس کړې چې نوموړي ته يې د پراخ نظرۍ  او فکري وسعت الهام ورکړ او ويې نه غوښتل چې ځان محدود کړي.

   بل مهم ټکى د ټاګور له ذهن نه د ګڼو او بېلابېلو علومونو او فونونو په اړه د محدوديت لرې کول وو، نوموړى چې نن د نقاشۍ، رسامۍ، ډرامې، شعر، تمثيل، تياتر، فلسفې، سياست، موسيقي او ګڼو نورو… هنرونو او علومو په برخه کې ځانګړي اثار لري، لامل د بېلابېلو هنرونو او علومو په اړه پراخ نظري ده چې زموږ د بحث د ثبوت بل ټکى جوړوي.

د ټاګور پراخ نظري د هغه د درېيو ښوونيزو مرکزونو شانټي نېکټن ښوونځي، ويشوابهارټي پوهنتون او اشرم د ښوونيزو موخو له مطالعې هم په ښه ډول درک کولى شو.

ددې مرکزونو په اډانه کې ټاګور د بېلابېلو فنونو، هنرونو، ديني زده کړې، رياضت، د ښځو مرکز او نورې فرعي څانګې هم پرانېستې چې يو په کې تر يوه چتر لاندې د ټولو مذاهبو د پيروانو ګډ عبادتځى و چې هر چا په کې په خپله طريقه له کوم تعصب پرته د خپل خداى ستاينه کوله.

نوموړي د خپل پوهنتون(ويشوابهارټي) د پرانېستې مراسمو ته په خپله وينا کې ددې پوهنتون موخې داسې په ډاګه کړي:

  • دلته به د ختيځ ټول تمدنونه په ځانګړي ډول هندوستاني معاشرت او تمدن ښودل کېږي او روزل کېږي.
  • په شانټي نېکټن کې به خوشحاله، ډاډمن او بشپړ ژوند وي.
  • د ويشوا بهارټي په وسيله د برهمو يا برهما سماج فلسفې سره سم د شرقي او غربي نړۍ د معنوي نږدېوالي لپاره زيار ايستل کېږي. مينه به عالمګيره وي او روزنه به د انسانيت په نام انسان سره نږدې کوي.

د هند پخواني لومړي وزير، عالم او سياسي شخصيت جواهر لال نهرو  په خپله يوه ليکنه کې ددې پوهنتون د ارزښت په اړه ويلي دي: که چا ويشوا بهارټي او شانټي نېکټن نه وي ليدلي، نو هندوستان يې نه دى ليدلى.

نوموړي د څه وخت په تېرېدو سره په خپل پوهنتون(ويشوا بهارټي) کې د اسلامي علومو د زده کړې څانګې پرانېستلې، فارسي او د نورو شرقي ژبو او ادب د تدريس لپاره يې د وخت ډېر پياوړي استادان وګومارل او د نړۍ په يوه نامتو تحصيلي مرکز بدل شو. برهمو سماج غورځنګ او د تمدنونو د يو والي نظريه به راتلونکي بحث کې وڅېړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *