شاعري، فلسفه او ليکوالي د رابندر راناتهـ ټاګورله لوړ نوم سره داسې داسې غاړه غړۍ دي چې بېلول او بشپړه پېژندنه يې څه اسان کار نه دى. د نوموړي د شخصيت په اړه څېړنې هم د هغه په ژوند او هم را وروسته زمانه کې کمى نه دي او تر اوسه پورې دوام لري.
کله کله د نوموړي په اړه څرګندونې او څېړنې يا خو بيخي د افراط تر کچې وي او کله کله ځينې داسې څرګندونې او خبرې په هغه پورې تړل کېږي يا نسبت ورکول کېږي چې اصلا هغه نه دي کړې، لکه په ايران کې چې نوموړى د فارسي ژبې او ادب د يوه سرسخت مينه وال او مين په توګه معرفي شوى دى.
له شک پرته چې نوموړي له فارسي ادب او ژبې سره مينه درلوده، ايران ته يې سفر کړى، په “شانټي نېکټن ” او خپل پوهنتون کې يې د نورو ژبو تر څنګ د فارسي ژبې او ادب د ښوونې استادان وربللي وو، خو دا هم يو حقيقت دى چې نوموړي له ټولو شرقي او غربي ژبو او فرهنګونو سره ژوره مينه درلوده، د زده کړې او پېژندنې لېوالتيا يې درلوده.
نوموړي ته له هندي ټولنې او پوهانو پرته د نړۍ ګڼو سياسي او ادبي څېروهم بېلابېل لقبونه او نومونه ورکړي او ځينې خو يې په دې کې حيران دي چې دغه څو اړخيز شخصيت ته مذهبي مشر ووايي، موسيقي پوه، فيلسفوف، عالم، اديب، شاعر، استاد، نقاد، نقاش، مرشد، ماشوم روزونکى، ملي او د بشري حقونو مبارز او که… يې وبولي.
ډېرى هندي پوهان په دې اند دي چې نوموړى ټولنې ته د هغوى په اند د يوه معظم رهبر په توګه راغى او دوى ته يې سمه لار وښوده، د هغوى کمۍ او نيمګړتياوې يې په خپلو ليکنو او لارښوونو پوره کړې او ددې چل يې ور وښود چې له خپلو خلکو او نړۍ سره څنګه په سوکالۍ او سوله کې ژوند تېر کړي.
د هند د پوهنې يوه پخواني وزير پروفيسور همايون کبير وايي چې ټاګور زموږ لپاره يوه معنوي نړۍ او “مقدس ارمان” دى. هغه د هند د ازادۍ اخيستلو او ملي مبارزې په برخه کې د ټاګور د فکر او شخصيت په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي دي:
کومو ليکوالو اوشاعرانو چې د هندوستان د ويښتابه او انقلابي فکر راوستلو د پاره کار کړى، په هغو کې د رابندرانات ټاګور نوم په خورا عزت سره يادېږي. ده د يوه عادي او ساده سازنده له حيثيت څخه يو وار ځان ويوست او د يوه “اسماني پيغمبر” په څېر دهندوستان ټولنې ته راغى، له ژبې څخه يې د لفظونو پر ځاى اور شيندل کېده، ده د ادب او هنر هغه لمبې ولګولې چې د هندوستان د خلکو خامۍ او پستۍ ټولې په کې لولپه شوې
دده په په اړه د لوديځ ډېر کره کتونکي او ادب پوهان په دې اړه په يوه خوله دي چې نوموړي ته د شرق د شکسپير لقب ورکړي چې ددې لقب د اثبات لپاره د نوموړي ډرامې چې له فلسفې او حکمت ډکې دي؛ يو ښه ثبوت دى.
سره دد ې چې د بنګال د يوې اشرافي او خورا شتمنې کورنۍ غړى و او د خپل پلار له مړينې وروسته خپل ټول جايداد او ځمکې ور پاتې شوې، خو هغه له علم، پوهې او معرفت سره مينه درلوده، د ځمکو کارونه يې خپلو وروڼو ته پرېښودل او خپله د پوهې او روزنې په چارو بوخت شو او ځان يې ادبياتو ته وقف کړ.
مخکې له دې چې د نړۍ د دغه ستر او سندربول شاعر په اړه د نورو پوهانو او ځينې سياسي مشرانو نظرونو ته راشو، پيل به د يوې اروپايي سيلانۍ ماريا لسکوني له نظره وکړو چې د ټاګو په اړه يې ورکړى دى.
ماريا لسکوني په هندليد مجله کې چې له نوي ډهلي نه په يوه وخت په دېرشو نړيوالو ژبوخپرېږي، د هند او سيلانيان برخې په پاڼوکې کاږي : زه لسګونه کاله پخوا چې شل کلنه پېغله وم او هر څوک به مې ښايست ته ګوته په غاښ وو، ډېرو ښاغلو راسره د واده او خبرې کول د خپل ځان لويه نېکمرغي ګڼله؛ خو زه په ادبياتو کې ورکه وم .
نوموړې د ټاګورله سختو مينه والو ده، وايي: ځوانه او ښکلې وم، هند ته لاړم، په لارو او بازارونو کې به ټولو زما ښايست او غربي جامو او جوړښت کې سترګې ګنډلې وې، له خپل ښايست نه بيخي تنګه وم او دې کار ځورولم، ځکه زه داسې څوک نه وم چې د خپله ښکلا دې غرور راکړي.
په همدې سفر کې مې بنګال ته سر ښکاره کړ، د بنګال اکاډمۍ ته لاړه، څو د ټاګور عظمت له نږدې حس کړم، د پوهنتون يوې ليليې ته لاړم. يوه ډله مصحلين په کوم کتاب سره را غونډ وو، دوى د نورو خلکو خلاف زما خواته نه کتل، زه او زما ښايست ورته پام وړ نه و. وروسته پوه شوم چې هغوى د ټاګور په کومه شعري ټولګه راغونډ و، ما له ځان سره ومنله چې د ټاګور د شعرونو زور زما ښکلا ماته کړه.
ددې برخې يوه بل ټاګور مين ليکلي: بنګال ته لاړم، په يوه کرونده ورپېښ شوم، ستړي ستومانه کروندګر په کرونده کې دمه کړې وه، له شپېلۍ سره يې کومه سندره ويله چې سخت اغېز يې راباندې وکړ، وروسته د بنګال اکاډمي ته لاړم، هلته مې هم له کوم محصل نه ددې سندرې شعر واورېد، چې پوښتنه مې وکړه، نو ددې شعر شاعر ټاګور و.
د کريسټن رجسټر اثر ليکوال (Christian register) سيندولين د ټاګور د پراخ نظرۍ په اړه ليکي: د مذهب په اړه ډېر اوچت مفکرين چې څومره په هند کې پيدا شوي، د نړۍ په نورو هېوادونو کې نه شته، خو دا هم حقيقت چې اوسني هندوستانيان په خپل تاريخ کې له ټاګور پرته د اخلاقو او پراخ نظرۍ بل مهربانه، خواخوږى او هوښيار ښوونکى نه لري.
اوسني هند کې له ټاګور پرته بل داسې څوک نه شته چې زموږ پوهه دې قبوله کړي او ددې تر څنګ دې د خپل لرغوني او تاريخي هېواد بېلابېلې پوهې پر موږ پېرزو کړي، ددې پراخ نظرۍ او مهربانۍ لاملونه بايد دهغه په خپل ژوند کې ولټول شي.
د محى الدين په نامه يو عالم د نوموړي د ادبي شخصيت، په ځانګړي ډول ډرامه ليکنې په اړه ليکلي دي : د ټاګور ډرامې له حکمت او فلسفې نه ډکې دي، د نوموړي په ډرامو کې د انساني ژوند او کايناتو خورا ژورې مسئلې څېړل شوې، ډېرى هغه يې تاريخي او ټولنيز پيغام لري، خو د مجاز په پرده کې يې يو حقيقت خامخا نغښتى وي.
د افغانستان پياوړى ديپلومات او ټاګور پېژندونکى ډاکټر روان فرهادي چې د ټاګور په اړه يې د نظر څرګندولو تر څنګ د هغه ځينې اثار په ځانګړي ډول ګيتا نجلي دري ژبې ته ژباړلى، په دې اړه ليکي:
په ١٣١٨ کال کې چې کله لس کلن ماشوم وم، پلار مې د ښوونځي ښوونکى و، د هغه په کتابونو کې مې ځينې مجلې او کتابونه لټول چې د افغانستان ادبي ټولنې خپاره کړي وو. ښه مې په ياد دي چې د نوموړي په يوه تصوير مې سترګې ولګېدې او ځانته يې جلب کړم، دا تصوير د هغه د ګيتا نجلي په اردو ژباړه چاپ شوى و.
کتاب مې ولوست، سخت خوند يې راکړ، له هغه وخته لس کاله تېر شوم، شل کلن شوم، په سوربن پوهنتون کې په زده کړو بوخت وم، هلته مې هوډ وکړ چې د ژبو او فرهنګ د استادانو په مرسته هغه کار وکړم چې له ماشومتوبه مې يو تړاو او مينه ورسره ساتلې وه.
د ټاګور يو زوى راتيندرناټ ټاګور د خپل پلار په اړه ويلي دي: پلار مې نهايت ښه خوى او اخلاق درلودل، خو يو ډېر پېچلى موجود و، سخت خاکساره، خو حساس و، له همدې امله هېڅکله نه پوهېده چې له انسانانو او ناخوالو سره څنګه چلند وکړي، کله به بيخي په ځان کې ورک شو، خپل ځان ته به يې په ګوښه ناسته کې جزا ورکوله، خو کله به يې له خپلو ځوانو مينه والو او ملګرو سره د طنز او مزاح په ژبه خپل افکار شريکولو، کله کله به دومره په فکرونو کې ډوب شو چې هېچا به هم بېرته خپل حال ته نه شو راستنولى او د هغه په فکر پوهېدل به ورته ګران و.
دده تر ټولو ښکلې او نېکه شېبه هغه وه چې له ماشومانو سره به يې لوبې پيل کړې، کله کله به موږ هم داسې احساسوله چې ګني هغه خپله ماشوم شوى دى.
د پښتو ژبې شاعر او اديب پيرمحمد کاروان د ټاګور د ادبي شخصيت ، په ځانګړي ډول د نوموړي د شهکار او نوبل ګټونکي اثر (ګيتانجلي) د منځپانګې او د نوموړي د شاعرانه هنر او ځواک په اړه په اړه ليکلي دي:
د ټاګور په شعرونو کې ځاى ځاى د هندوييزم د فلسفې څرکونه شته دي، خو تر ډېره د ټول بشر او ټول انسان سره تړلي مسايل په کې په شعر او هنر اوښتي دي، ځکه خو دا شعرونه د هر با ذوقه انسان پر زړه چنګ وهي.
د ټاګور هنر تر ډېره افاقي حيثيت لري، دى په خپلو ترانو کې ډېر بريالى ځکه دى چې د لرغوني هند د هنرونو او سردونو لوى کتاب يې په مخکې خوړېدلى پروت دى، له دې کتاب نه به يې ډېر څه را اخيستي وي، خو ډېرى يې په خپل هنر کې حل کړي دي، بلکې تر پخوا يې ښه ځلولي او د خپل شعر ټاپه يې پرې لګولې او اوس له شک پرته دده مال ګڼل کېږي چې د خپل هنر په زور يې يو بېل رنګ او خوند ور بښلى دى. تر ټاګور وړاندې دا کار شکسپير هم په خپلو ډرامو کې کړى دى.
د ښاغلي کاروان په خبره، شاعر په ډېرې هنرمندۍ او صداقت د مرګ سندره بولي، ډېر ځله مو له مرګ سره اشنا کوي، مرګ د يوه ښکلي معشوق په څېر زموږ سترګو ته دروي، لوى کمال په کې دادى چې د مرګ غوندي وېرونکى موجود راته په ښکلا بدلوي او له ژوند نه مو هم نه زړه توري کوي.
د نوموړي د خپل هېواد يو وګړى نيراد چودري په ١٩٨٧ کال کې د ټاګور په اړه ويلي وو: که چېرته له ما وپوښتل چې له لرغوني دورې را نيولي تر اوسنۍ دورې پورې د هند تر ټولو ستر شاعر څوک دى؟ په ايمان سره به ځواب ورکړم چې (ټاګور) خو له بده مرغه چې د تر اوسه هم د يوه شاعر په توګه د هغه مقام د ګويته، هوګو او تولستوى په څېر په رسميت ونه پېژندل شو.
افغان کره کتونکى او د ادبياتو استاد، اسدالله غضنفر وايي چې ټاګور له شعر پرته موسيقي او نورو هنرونو ته هم ګڼ خدمتونه کړي. نوموړي د هنرونو د فلسفې او ماهيت په اړه د ټاګور نظرياتو ته په اشارې سره ليکي:
ټاګور اكثره خلك د شاعر په حيث پېژني ، خو دى د ډېرو كمالونو څښتن و. مثلا بنګالي موسيقي ته يې كم ساري خدمتونه كړي دي، ډېرې ډرامې يې ليكلي دي، د كيسو او ناولونه ليكوال و او د انځورګر په حيث لوى مقام لري. د هنرونو د فلسفې او ماهيت په اړه د دا رنګه سړي خبرې ممكن ډېر څه رازده كړي.
ټاګور وايي چې هنري اثر كه دغه درې شيه ونه لري، كامل نه دى : دود، نوښت او طبيعت. كه انځور يوازى نوى وي نو بنياد يې خام دى، ډېر عمر نه شي كولى. كه يوازې په هنري دودونو ولاړ وي، له شخصيت او خپلو ځانګړنو محروم دى او كه يوازې د طبيعت كاپي كوي، روح نه لري.
ټاګور د انځور مثال وركړى دى خو منظور يې له لويه سره هنر دى. كه شاعر د نرګس په باره كې هغه خبرې وكړي چې د ساينس عالمان يې كوي نو دۀ يوازې د طبيعت او واقعيت كاپي وكړه، خو كه ووايي چې : سحرګه وه د نرګس ليمه لانده، نرګس ته يې خپل احساس هم ورشامل كړاو د دغه ګل د پاڼو په منځ كې د سهارني رطوبت ساينسي واقعيت ورته په سترګو كې اوښكې ښكاره شوې. د ټاګور په نظر يو اثر هغه وخت روح مومي چې بهرني واقعيت ته د هنرمن خپل احساس او خپل نفسانيات ورشامل شي.
د ١٣٩٠ کال د تلې په ١٣مه، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په يوه څېړنيز مرکز کې د ګډو فرهنګونو په اړه جوړې شوې غوڼدې ته د وينا پرمهال د فرهنګو نو په نږدې کولو کې د ټاګور د کابلى والا د رول او مقام په اړه وويل.
که چېرته دقيق فکر وکړو، دا سيمه د وګړو له اړخه داسې جوړه شوې چې ټول يو له بل سره يو والى لري او له کلتوري اړخه يو په بل کې ننوتلي دي. ايا تاسې په روسيه کې د کوم الماني شاعر پته لرى؟ ايا تاسې په اېټاليا کې کوم ستر فرانسوي شاعر پېژنى؟ نه، خو موږ په هند کې موږ په هند کې ستر فارسي ژبى شاعر بېدل لرو، په پاکستان کې ستر اردوى ژبى او فارسي ژبى شاعر اقبال لرو.
ايا تاسې اورېدلي چې د نړۍ په کوم کونج کې دې زرګونه کيلومتره لرې څوک په هېواد کې د يوه سوداګر ژوند وکاږي؟ خو ټاګور د کابلي والا داستان ليکلى دى.
ليکوال او په هند کې د جواهر لال نهرو پوهنتون د پښتو ادبياتو څانګې استاد عبدالخالق رشيد چې د عمر زياته برخه يې د ټاګور په وطن هند کې د جواهر لال نهرو پوهنتون د ژبې او ادبياتو محصلينو ته په تدريس او ادبي څېړنو تېره کړې، د ټاګور په اړه يوې موضوع ته په اشارې سره ليکي:
يو له هغو رازونو چې شايد تر اوسه پورې هم هندي ملګرو او ټاګور پېژندونکو ته نه وي څرګنده شوې، له هند نه بهر د ټاګور پېژندنه ده. د هند د ادب او فرهنګ دغه ستر انسان له ټولو وړاندې لومړى په افغانستان او وروسته په ايران کې له سترو شاعرانو ګڼل کېږي.
د يادونې وړ ده چې په پښتو ژبه کې د هغه د بېلابېلې شعرونو او نثري ليکنو منظومې او منثورې ژباړې شته چې شايد ځينې يې له ګيتانجلي اثر نه په يوه او بل نامه، په منفرد ډول شوې وي.