تاند- دا کیشپ، چې وحشي مږو یې دوې مخکینۍ پښې خوړلې دي، په مصنوعي پښو یا ټایرونو ګرځي.
د بریتانیا په همپشایر کې پر دغه کیشپ د ژمني خوب په ترڅ کې مږو د خپل خاوند په کور کې حمله کړې وه او دوې پښې یې ورڅخه خوړلي وې.
د کیشپ خاوند وايي چې دې حیوان ته یې په دې زړه بدېده چې نه شوای ګرځېدای او د کور په یوه کونج کې بې حرکته پروت و.
هغه وايي چې بالاخره یې دې ته پام شول چې د ماشومانو د موټر ټایرونه ورته نصب کړي، په دې ډول کیشپ په حرکت راغی او اوس بېغمه ګرځي.
کیشپ د هغه د خاوند په وینا تر پخوا، چې ټولې پښې یې وې، چټک شوی دی.
ټایرونه ورسره داسي نصب شوي چې کیشپ نه درد احساسوي او نه تکلیف.
دا چې په راتلونکي ژمې کې ترې دا وروستۍ دوه پښې هم وخوري یا یې ټایرونه خوري 🙂 ډېر لټ شی دی.