د ټایم مجلې دا لیکنه تاند د ۲۰۱۲ م کال د مارچ په ۱۵ مه خپره کړې. د مچلغو بند لا هم نه دی جوړ شوی. له یادې نېټې وروسته هم پر دغه بند څو ځلې حملې شوي دي.
تاند- ایران او پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟ د ټایم مجلې د یوه تحلیلي راپور سرلیک دی چې د خان ولي د مرګ په خورا تراژیکې کیسې پیلېږي.
د خان ولي ګناه دا وه چې له ورانکارو څخه یې د پکتیا ولایت د مچلغو بند ساته.
مجله د خان ولي کیسه داسي پیلوي:
لکه څرنګه چې د سخت دریځو په ویدیو کې ښکاري، یوه لویه- وچه دښته ده، یوه تن کامره په لاس کې نیولې، نور په داسي حال کې چې د خان ولي د مرګ سزا لوستل کېږي، تر ده راچاپېر شوي او بد رد ورته وايي.
یوه جلاد، چې توره لونګۍ یې پر سر کړې او ګډه وډه اوږده ږیره لري، وویل:«دا بې رحمي نه ده، عدالت دی. زه پر خدای قسم کوم چې که دی په ۸۲ ملي میتري هاوان ووژل شي، بیا هم کافي نه ده. خو زموږ نور مجاهدین یې راسره نه مني.»
بالاخره فیصله کېږي چې خان ولي په ۸۲ ملي میتري هاوان وویشتل شي. هغه له هاوان څخه ۳۶ متره لېري بیايي. یو تن د هاوان تر شا درېږي او ضربه کوي یې. د هاوان له کڼوونکي ږغ وروسته راټول شوي خلک له خوشالۍ د الله اکبر نارې وهي.
په داسي حال کې چې خلکو په خوشالۍ د خان ولي د بدن د تیت پرک شویو ټوټو خوا ته ورمنډې کړې، یوه تن ناره کړه:«پام کوئ چې کالي مو په وینو ناپاک نه شي.» بل وویل:«ما ته خو یې ډېر خوند راکړ.»
د خان ولي جرم څه و؟
ده د افغانستان د یوې مهمې سرچینې ساتنه کوله. خان ولي د پکتیا د مچلغو د بند د ساتنې لپاره د یوې نیمه رسمي شپېته کسیزې ډلې مشر و. د دې بند کار د ناامنۍ له کبله دوه کاله ځنډول شوی و خو که جوړ شوی وای ۱۶ زره هکتاره مځکه به یې خړوبه کړې او ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا به یې تولید کړې وه.
که خان ولي، چې د ۲۰۱۱ کال په منځویو کې ووژل شو، دوه میاشتې نور هم سیمه ساتلې وای حکومت به وسلې او پیسې ورکړې وې. خو خان ولي یوازې شل ورځې بند وساتلی شو.
د ده وراره (ممکن خوریې) اغا جان ټایم ته وویل چې د خان ولي د بدن ټوټې یې اته ورځې وروسته وموندلې. د ده د بدن پاسنۍ برخه زرې زرې شوې وه.«موږ له خال کوبۍ او یوټونو وپېژاند. له کوچینوالي د ده پر لاس خپل نوم لیکل شوی و.»
د خان ولي د بې رحمانه قتل ویدیو څو میاشتې وروسته ژورنالیستانو ترلاسه کړه او په یوټیوب کې خپره شوه.
د افغانستان او دغه راز د دې هیواد د ګاونډیو لکه ایران او پاکستان لپاره د افغانستان د اوبو مسله خورا حساسه ده ځکه چې د افغانستان له پنځو لویو سیندونو څخه څلور ایران او پاکستان ته بهېږي. د کارپوهانو په وینا افغانستان د ځان لپاره کافي اوبه لري خو شرط دا دی چې که بندونه او کانالونه جوړ کړای شي.
د ملګروملتو د یوه راپور له مخې په راتلونکو دېرشو کلونو کې به ښايي د اوبو اندازه پنځوس فیصده کمه شي. افغانستان د بیخ بنا لکه بندونو او مخزنونو د نه درلودلو او د ورښتونو د کموالي له کبله د اوبو له درکه په نړۍ کې تر ټولو بد وضعیت لري. دا هیواد له خپلو اوبو استفاده نه شي کولی. پر له پسې وچکالیو او طبیعي افتونو افغانان سخت ځپلي دي.
په ۲۰۰۸ میلادي کال په افغانستان کې د غنمو حاصل د ورښتونو د کموالي له امله څلوېښت تر پنځوس فیصده ټیټ و.
د ملګروملتو د راپور له مخې په داسي حال کې چې د افغانستان د خلکو د اقتصاد اتکا په کرنه باندې دی د نړیوالو مرستو یوازې پنځه فیصده د دغه هیواد د اوبو او اوبه لګونې پر سیکتور شوې ده. هغه هم اکثره په وړو بندونو شوې چې اوږدمهاله ګټه نه لري.
ایران او پاکستان په افغانستان کې د بندونو د تخریبولو هڅه کوي څو د افغانستان په اوبو هم خپلې مځکې خړوبې کړي او هم برېښنا تولید کړي.
ټایم وايي چې له شواهدو داسي ښکاري چې د خان ولي په وژلو کې به پاکستان لاس ولري ځکه چې ډېرې نښې نښانې داسي ښيي.
ټایم ته د پکتیا یوه بانفوذه مشر ویلي چې پاکستان د هر سړي د وژلو لپاره پنځوس زره روپۍ(کلدارې) ورکوي.
مجله وايي، په دې کې شک نشته چې د انرژۍ بحران پاکستان د افغانستان اوبو ته لا زیات محتاج کړی دی خو ایران هم، چې یوازینی هیواد دی چې له افغانستان سره یې د اوبو تړون لاسلیک کړی دی، له افغانستان څخه تر موافقې نژدې اویا فیصده زیاتې اوبه اخلي او د افغانستان له موافقې او مشورې پرته یې د دغه هیواد د اوبو لپاره په خپله خاوره کې تاسیسات (بندونه او کانلونه) جوړ کړي دي.
که افغانستان د لوی بند د جوړولو هڅه وکړي چې زیاتې اوبه ایسارې کړي، ښايي هم ایران او هم پاکستان پرې اعتراض وکړي او د پروژې مخه ونیسي.
دا چې مرستندوی هیوادونه هم د افغانستان د اوبو پر پروژو پانګونه نه کوي، اساسي علت یې همدا دی.
مجلې د ایران په اشاره د هندیانو له خوا د سلما د بند د کار د ځنډولو، او د پاکستان له لوري د کونړ پر سین د بندونو د مخنیوي یادونه هم کړې ده.