ټرمپ

تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پرضد د (GBU-43) بم غورځول یو بل بریالی کار وباله.

د امریکا د پوځ له لوري په افغانستان کې د بمونو د مور د کارولو د خبر له خپرېدو څو شېبې وروسته ولسمشر ټرمپ دا انګېرنه رد کړه چې د دې بمي برید منظور شمالي کوریا ته خبرداری دی.

ټرمپ وویل«په رښتیا دا یو بل بریالی کار دی. موږ پر خپل پوځ ډېر- ډېر ویاړو. موږ پر خپل پوځ خورا فخر کوو او دا یوه بله بریالۍ پېښه وه.»

ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې وویل «زموږ پوځ په نړۍ کې تر ټولو ستر او غښتلی پوځ دی، دوی د معمول په شان خپل مسوولیت ادا کوي، نو موږ ټول اختیار ورکړی دی. همدا علت دی چې دوی داسي کارونه کوي. په زغرده وایم چې همدا وجه ده چې دوی په دې وروستیو کې دومره بریالي دي. که وګورئ چې په وروستیو ۸ اوونیو کې څه پېښ شوي او هغه د تېرو ۸ کلونو له پېښو سره پرتله کړئ، نو وبه وینئ چې ستر توپیر پکې شته.»

ده د شمالي کوریا په اړه وویل«شمالي کوریا پرابلم دی، د دې ستونزې غم به وخوړل شي.»

پینتاګون وايي چې نن ماښام ۷ بجې او ۳۲ دقیقې یې د (GBU-43) په نوم ۲۰ زره پونډه (نژدې ۲۲ زره کیلو ګرام) بم د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش پر سمڅو استعمال کړی دی.

(GBU-43) بم، چې د بمونو مور هم نومېږي، له اتوم بم څخه وروسته د امریکا تر ټولو ستر غیر اتومي بم دی او دا لومړی ځل دی چې په جګړه کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

دا بم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال تجربه کړای شوی و.

تراوسه پورې د دې برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ویدیو په ۲۰۰۳ کې د دغه بم ازمېښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *