تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له عمران خان سره تر لیدنې وروسته خبري کنفرانس کې یو پاکستانی خبریال رټلی دی.
دغه پاکستاني خبریال، له ټرمپ څخه وپوښتل چې په کشمیر کې له پنځوس ورځو راهیسې انټرنیټي او مخابراتي خدمات بند دي، خلک خوړو پسې مري خو تاسې په امریکا کې د هند لومړي وزیر ته دومره لویه غونډه جوړه کړې وه؟ ( په دې غونډه کې نریندرا مودي ته ۵۰ زره کسان راټول شوي وو.))
په ځواب کې یې ټرمپ خورا وقهرېد او زیاته یې کړه، ایا تاسې د پاکستان د رسمي پلاوي غړي یاست چې داسې پوښتنې کوئ؟ ځکه تاسې یوه پوښتنه نه ده کړې بلکې یو بیان مو ورکړ.
ټرمپ تر دغو خبرو وروسته عمران خان ته په غوسه مخ ور اړوي، تاسو داسې خبریالان له کومه کوئ؟ چې په دې خبره عمران خان هم چوپتیا غوره کړې ده.
خبریالانو ته غوسه کېدل د ټرمپ عادت دی، په ځانګړي ډول کله چې له هغه سره د سي این این خبریال مخ شي، نو ډېر په قهرېږي.