تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د امریکا ولسمشر ټرمپ په جلا جلا تلفوني تماسونو کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د افغانستان د سولې په اړه غږېدلی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ له عمران خان سره د د افغان سولې لپاره په هڅو خبرې کړي دي.

په دې خبرو کې عمران خان، امریکا ته ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغان سولې پروسه کې د تسهیلوونکې په توګه مرستې ته دوام ورکوي، خو د پنځه زره طالب بندیانو تبادلې ته په اشاره یې ټینګار کړی دی چې له بین الافغاني مذاکراتو څخه وړاندې دې ځینې اقدامات واخیستل شي تر څو دا مذاکرات پیل شي.

 بلخوا سپینې ماڼۍ په عین وخت کې د قطر له امیر سره هم د ولسمشر ټرمپ د تلفوني تماس خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په راکمولو خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ په قول ولسمشر ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم د طالب او حکومتي لوري تر منځ د بندیانو په تبادله هم د خبرو د دوام غوښتنه کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، تر اوسه یې نږدې ۴۵۰ طالب زندانیان خوشې کړي دي، خو د طالبانو لخوا په جګړه کې نرمښت نه دی راوستل شوی.

همداراز د حکومت د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب څو ورځې وړاندې وویل، طالبان د ځینو لویو بریدونو لکه زنبق څلور لارې، صدارت څلور لارې او نورو بریدونو طراح بندیان هم غواړي چې بخښل او خوشې کول یې د افغان حکومت صلاحیت نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *