تاند، سه شنبه، د حوت۶مه:  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په ​​پام کې لري چې په افغانستان کې د خپل هیواد ځواکونه ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي، خو استخباراتي دایمي حضور به هم هلته وساتي.

ډونالډ ټرمپ نن په نوي ډیلي کې وویل، امریکا په افغانستان کې د نظامي ځواک په توګه نه بلکې د پولیسو په توګه کار باندې اخته ده او په وینا یې امریکا د سیمې پولیسه نه ده، نه هم قانون پلې کوونکې ده.

ټرمپ زیاتوي: (( افغانستان د مسایلو ځاله ده، نو پرې څار ساتلو لپاره به هلته خپل استخباراتي حضور وساتو. موږ که له دغه هیواده ووځو نو دوی یعني طالبانو ته وایوو که هره سرغړونه مو وکړه، سخت برید به درباندې وکړو.))

خو ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې دا څرګنده نه کړه چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل به کله پیل کړي، خو دا مهال له ۱۲ زرو زیات امریکایي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې د افغانستان د سولې هڅې له ډېرو لوریو ستایل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو که طالبانو د تاوتریخوالي اوونۍ کې له ژمنو سرغړونه ونه کړه نو د هوکړې لاسلیک لپاره ورسره د خپلو نوم لیکلو ته چمتو دی.

ټاکل شوې د سولې هوکړه د فبرورۍ په ۲۹ مه په دوحه کې لاسلیک شي.

3 thoughts on “ټرمپ: افغانستان کې استخبارات ساتو، که له سولې سرغړونه وشوه په طالبانو سخت برید کوو”
  1. د ترمپ خبرې لکه د کوچني هلک لاپې ، هغه ترمپ هیڅ سیاسي ندی او لکه پخوانۍ په افغانستان کې د شنو نسوارو ډیکدار داسې خبرې کوي خو پیسه بد شی دی !

  2. امریکایان دی په افغانستان کی نظامی یا استخباراتی حضور ته ادامه نه ورکوی بلکه په پاکستان دی اقتصادی او سیاسی فشار راوړی پدی دی پوه شی په افغانستان کی نه داعش پیدا کیږی نه القاعده بیا روزل کیږی یا پټیږی

    که مطلب د دوی دا وی چی طالب مشرانو او جنګیالو ترمینځ ګډوډی زیاته شی نو پاکستان دی سیاسی فشار راوړی هرڅه یعنی سیمه او افغانستان کی وضعیت سمیږی پدی شرط چی امریکا دلته په واقعی ډول لکه څنګه چی کرزی وویل خپلی ژمنی باندی تعهد وکړی او په رښتیا په افغانستان کی سوله او ثبات وغواړی

    لدی معلومیږی چی امریکا دلته افغانستان سولی او سوکالی لپاره کار نکوی بلکه تل کوښښ کوی چی دا ولس کله القاعده یا ترهګر یا طالب په نوم ووژنی مګر کله چی څیړنه وشی هغه شخص یا کورنی عادی وګړی وی

    امریکا نغواړی چی افغانستان کی سوله قایمه شی او افغانستان پیاوړی اقتصاد ولری ځکه له نن څخه ۱۹ یا ۴۰ کاله پخوا یی له پاکستان سره پدی اړه قراردادونه یا پروتوکولونه کړی
    نو ځکه اوس افغان ولس د امریکا او برتانیی په هر خبره چی له عمل سره توپیر ولری اعتبار او اعتماد نه کوی

  3. د تاند په ویب پآڼه کی تیر ۲۰۱۸ کال کی یو خبر نشو شو چی ((پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر ټرمپ لیک ته ځواب لیکلی)) یعنی هغه ته یی کیدای شی ویلی وو چی موږ آماده یو چی په طالبانو د تاسی آډی یا استخباراتی د ډلی شتون ومنو ځکه نن بیا ټرمپ دا خبره په تکراری ډول کوی نو امکان شته چی زیاتره طالب جنګیالی به پدی خبره له خپلو قطری طالب چاروکو په اړه ناخوښی اعلان وکړی او دوی کیدای شی بله چاره پاتی نشی نو امکان شته چی دوی د داعش لاره خپله کړی چی پدی ۱۸ میاشتو کی چی د وتلو اعلان کړی بیرته ځان لپاره د پاتی کیدو خبره را پورته کړی یعنی دلته داعش شته چی همدی داعش مشران په پاکستان کی په آزاد ګرځی چی طالبانو په کنړ او جلال آباد کی دوی په وړاندی جنګ کړی

    نو اوس امریکا به بیا پاکستان هم ډالر ورکړی چی سولی کی له امریکا سره مرسته وکړه او هم یی د ایران او چین افغانستان او روسیی پر ضد خپه طالب جنګیالی د داعش ډلی جذب کړل یو بل انعام هم ورکړی مګر ددی ټولو ناخوالو قربانی به عام ولس وی ځکه د دولتی چارواکو ځامن په خارج کی دی
    کچیری ولسمشر له امریکا سره په دریځ کی تغیر را نه ولی نو امکان شته چی افغانان د تل لپاره په دی نړیوال یا سیمه ایز اور کی تباه شی

    نو پکار ده چی خپل ملی او افغانی دریځ غوره کړی موږ مالی امتیازاتو لپاره خپل افغانی او اسلامی غیور کی تغیرات را نه ولو کچیری فقر او غریبی وی ګوزاره کیږی مګر د امریکا بمبار او داعش او طالب انتحاری په وړاندی چوپ پاتی کیدل یا ګوزاره کول د ولس لپاره ډیر ستونزمن کار دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *