تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی چې غواړي له افغانستان څخه ژر تر ژره خپل ځواکونه وباسي.

 نوموړي له سي سپین ټلویزیوني شبکې سره خپله تازه مرکه کې ویلي، امریکا هر کال د افغانستان په جګړه ۵۰ ملیارده ډالر مصرفوي، خو اوس د ده په وینا د سولې په یوه هوکړه کار روان دی او دوی غواړي ژر تر ژره افغانستان خوشې کړي : (( موږ به له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکړو.))

دا په داسې حال کې ده چې کېدای شي د جمعې یا شنبې په ورځ د قطر دوحه کې د امریکا او طالب استازو اتم پړاو خبرې پيل شي.

 طالبان وايي، دامریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو امریکا سره هوکړې ته رسېدلی او دوی به هم ورسره ارتلونکې اوونۍ کې یو تړون لاسلیک کړي.

 بلخوا د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي، قوي احتمال شته چې درې ورځې وروسته طالبان او امریکا سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

 همدا راز زلمي خلیلزاد هم قطر ته له روانېدو وړاندې ټویټ کړی و چې که طالبان خپله برخه کار وکړي، نو امکان شته چې دا وار د سولې یوه هوکړه وشي.

2 thoughts on “ټرمپ: افغانستان کې د کال ۵۰ ملیارده ډالر مصرفوو، غواړم نور ترې ووځو”
  1. څومره بیرته وړې؟ د کال ۹۰۰۰ ټنه تاریاک چې د یو کیلو قیمت ۳۰۰۰۰۰ ډالر کیږي ستاسو په لاس وړل کیږي. ته خو ددې ۱۰۰۰ چنده مونږ ته کم راکوې۰

  2. سلیمان خان وروره
    تاریاک څه ارزښت لری؟
    زموږ د غرونو او رغونو د رګونو څخه ددی اوولسو اتلسو کلونو په اوږدو کی بی پایانه ارزښتمن ډول ډول اومه مواد د قرن د فرعونانو او استعمارګرانو او توطئه ګرانو او شیطان صفتانو لخوا ایستل سوی او غلا سوی دی چه په بیه ئی زموږ هیواد څو ځله آباد او ودان کیدای سوای
    همدا نن هم دا حرامیان زموږ د ثروت د غارت لپاره لاس په نورو توطئو او دسیسو پوری کړی دی او بیا هم غواړی چی ددی ستر ثروت او شتمنی د اصلی څښتنانو لاسونه ددی شتمنیو څخه لنډ وساتی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *