تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جمعه د ټرمپ د رخصتۍ په ځای کې له هغه سره د افغان سولې په تړاو د لوړپوړ امریکايي چارواکو د ناستې په اړه خوشبیني ښودلې ده.

ټرمپ له دغې ناستې وروسته ویلي، دواړه مخالف لوري په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سولې یوې هوکړې ته واداره شوي دي.

د  امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو بیا په لږ صراحت ویلي چې هېواد یې د سولې په لاره کې له افغانستان سره له نږدې څخه په ګډه کار ته ژمن دی.

 پومپیو ویلي، له ټرمپ سره د افغان سولې په تړاو ناسته کې د هغه مرستیال مایک پنس، د دفاع وزیر مارک اسپر، د ملي امنیت مشاور جان بولټن، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د ګډو ځواکونو قومندان جنرال جوزف ډانفورډ او د سي آی ای مشرې جینا هاسپل ونډه لرله.

پومپیو زیاته کړې ده : (( موږ د ولسمشرۍ په رهبرۍ د افغانستان د مسئلې په هکله لا زیاتې او جدي هلې ځلې کوو.))

پومپیو زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره په همکارۍ یوې جامع سولې ته د رسېدو برخه کې ګډ کار کوو چې ورسره افغانستان بیا امریکا او ملګرو ته یې ګواښ ونه ګرځي او یو دایمي اوربند رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *