تاند(سې شنبه، د دلوې ۱) د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ نن (سې شنبه) په سویس کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان او هند په شمول په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
د دواړو مشرانو تر کتنې مخکې ولسمشر ټرمپ د سویس د دافوس په اقتصادي غونډه کې خبریالانو ته وویل چې دواړه هیوادونه ښې اړیکې لري او دا اړیکې ښې پر مخ روانې دي.
ټرمپ وویل«موږ هیڅکله له پاکستان سره دومره نژدې شوي نه وو لکه څرنګه چې اوس یوو. موږ اوس په خپل منځ کې د ښو اړیکو د لرلو له کبله خورا نژدې یوو.»
عمران خان له ټرمپ سره تر کتنې مخکې وویل چې پر ګڼو مسلو به له ولسمشر ټرمپ سره وږغېږي خو افغانستان به د دواړو خواوو د خبرو اصلي موضوع وي.
ده زیاته کړه«له ښه مرغه موږ همنظره یوو. دواړه هیوادونه هلته (افغانستان) له سولې سره لېواله یوو.»
عمران خان له ټرمب سره په کتنه کې هند د لویې ستونزې په توګه یاد کړ ویې ویل«موږ تل هیله لرلې چې امریکا به د کشمیر د سیمې پر سر له هند سره زموږ د ستونزې په حل کولو کې رول ولوبوي.»
د دواړو مشرانو د مخامخ خبرو زیات جزییات د دې خبر د خپرېدو تر شېبې نه دي څرګند شوي.
ویل کیږی چی د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله الیز ویلس څو ورځی کیږی چی پاکستان کی ده او همدارنګه یی د چین او پاکستان د سیپیک پروژی په اړه توندی نیویک کړی چی ښکاری پاکستان لدی پروژی لاس په سر کړی او ویل کیږی راتلوونکی ټرامپ پاکستان ته هم سفر وکړی مګر پدی اقتصادی کنفرانس کی عمران خان ویلی
د پاکستان صدراعظم عمران خان سویس ته د سفر پر مهال ویلي: که امریکا او ایران جنګ سره وکړي، دا به یوه لویه فاجعه وي.
هغه له دواړو هېوادونو غوښتي، چې اړیکې سمې او له ناندریو لاس په سرشي.
ایران او امریکا منلې، چې خبرې به سره کوي، خو لا یې عملي ګامونه نه دي اخیستي.
داسی راپورنه شته چی
په قطر کې د طالب استازیو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر ترمنځ د سولې خبرې اترې له تېرو دوو ورځو راهیسې روانې دي.
که څه هم د سولې خبرو په دغه پړاو کې تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، سکاټ مېلر بېرته کابل ته راغلی او د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د هغې په وینا، مېلر له طالب استازو سره د اوربند او له هېواده بهر، په ځانګړې توګه پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو خبرې کړي، خو په وینا یې، دواړه لوري په دې برخه کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په لیدنه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل مهم بللي و.
په همدې حال کې یوه پخواني طالب چارواکي مولوي قلمالدین ویلي چې تېره ورځ د امریکایي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې هوکړهلیک د لاسلیک کولو د نېټې او ځای په اړه خبرې شوي، خو په وینا یې، ځینې کړۍ شته چې غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د روانې جنوري میاشتې تر پایه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک او بیا به بینالاافغاني خبرې پیل شي.
خو اوس داسې ښکاري چې د هوکړهلیک لاسلیک ته لا هم وخت شته او د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډو او له دغه هېواده یې د وتلو په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ چنې روانې دي.