تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: پاکستاني چارواکي وايي، عمران خان او ډونالډ ټرمپ پرون ناوخته د افغان سولې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، دواړو مشرانو ژمنه تازه کړې چې د افغان سولې د پروسې په اوږدو کې به تر وسه هڅه کوي چې له یو بل سره په تماس کې اوسي.

 شاه محمود قریشي د دغې ټلیفوني اړیکې د جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د جولای میاشت کې امریکا ته وربلل شوی و او له ټرمپ سره یې د لیدنې یوه اساسي برخه افغان سوله وه چې پاکستان په کې واشنګټن ته ځینې ژمنې ورکړې.

ټرمپ په داسې مهال له عمران خان سره غږېدلی چې پرون یې د امریکا له لوړ پوړو امنیتي، سیاسي او استخباراتي چارواکو سره د افغانستان پر موضوع اوږده ناسته کړې ده.

که څه هم امریکايي مشرانو دا ناسته بریالۍ بللې، خو ویل کېږي چې دې ناسته کې له طالبانو سره د هوکړې برخه کې په ژورو اختلافاتو بحث شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *