د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ تېره شپه خپل افغان ساري محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د دوو هیوادونو پر اړیکو او همکاریو یې خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم دواړو مشرانو د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او انکشافي مسلو، له تروریزم او د تروریزم د ملاتړو د خطرونو په باب د نظر تبادله وکړه.
ولسمشر غني امریکايي ساري ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه له سخت پړاوه تېر شوي او د غوڅ ملاتړ د ماموریت پوځیان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د تروریزم پر ضد په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې اساسي او مهم رول لوبوي.
د امریکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ وویل، د افغانستان بري او له تروریزم سره د دغه هیواد د ولس او حکومت عملي او اغېزمنې مبارزې دواړه هیوادونه په لویو شریکانو بدل کړي دي.
ښاغلي ټرمپ همداراز هیله څرګنده کړه چې په لنډ وخت کې له ولسمشر غني سره وویني.