تاند- د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو دونالد ترمپ او هیلري کلنټن د افغانستان د جګړې په اړه تراوسه هیڅ نه دي ویلي.
د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دونالد ټرمپ او هیلري کلنټن په دې اړه چې که د راتلونکې سې شنبې په ورځ یې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل نو په افغانستان کې به څه وکړي، هیڅ نه دي ویلي.
اژانس وايي، دا مسله ډېره مهمه ده ځکه چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پیسې لګولي او د پوځیانو ډېرې وینې یې توی شوي خو طالبان لا پیاوړي شوي دي.
ولسمشر بارک اوباما له واک ته رسېدو لږ وروسته افغانستان ته په لسګونو زره اضافي سرتېري واستول او جګړه یې لا پراخه کړه خو په دې بریالی نه شو چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سیاسي جوړجاړی وکړي.
نوی ولسمشر یا ولسمشره به له یوه نوي او سخت انتخاب سره مخامخ وي چې ایا په افغانستان کې د پوځیانو شمېر ډېر کړي او که نور هم لږ کړي.
بارک اوباما غوښتل چې په ۲۰۱۶ کې د اوسنیو امریکايي پوځیانو شمېر نیم ته رالږ کړي او په ۲۰۱۷ کې ټول وباسي او یوازې ۱۰۰۰ تنه د خپل سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پرېږدي خو د طالبانو د حملو زیاتېدو اوباما مجبور کړ چې خپله پرېکړه بدله کړي.
اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۴۰۰ تنه دی. دا په داسي حال کې ده چې د اوباما د واک ته رسېدو په لومړیو کې نژدې یو لک تنو ته رسېده.