تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: د امریکا ولسمشر او ميرمن يې په ناڅاپي ډول په تګزاس کې د هغو امریکايي سرتېرو جنازې ته ورغلي دي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په لوګر ولایت کې د څرخکې د راغورځېدو په پېښه کې وژل شوي وو.

طالبانو ادعا کړې وه چې دا څرخکه یې وسله والو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې نسکوله کړې خو په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي وو چې داسې نه ښکاري چې څرخکه دې وسله والو راغورځولې وي.

په پېښه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو ۳۳ کلن ډیویډ سیناډل او کیرک ټرانټ فوشیګامي جنازې تېره شپه امریکا ته ورسول شوې.

ټرمپ د دغو سرتېرو د جنازو د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، دا ورته ډېر سخت کار دی چې د یو ولسمشر په توګه یې ترسره کوي او د خپلو سرتېرو جنازه ویني.

له ولسمشر ټرمپ سره په دې ناڅاپي سفر کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مارک میلي، د ملي امنیت مشاور رابرټ اوبراین، مرستیال دفاع وزیر ډیویډ نوروکیسټ، رایان مک کارتې، مایکل ګرینسټن او جان وایټ ګډون کړی و.

One thought on “ټرمپ او مېرمن یې په ناڅاپي ډول افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو جنازې ته ورغلي”
  1. د افغان امنیتی سرتیری هم همدا شان د هغو ډلو له لاس وژل کیږی چی د پاکستان پوځ او استخبارات یی مالی او نظامی ملاتړ کوی کچیری امریکا غواړی چی ځان او افغانستان لدی جنجال خلاص کړی باید په پاکستان پوځ او په استخباراتو د ایران د سپاه پاسدارانو په شان بندیز ولګوی ترڅو دوی په هر هیواد له دا ډول کړنو لاس واخلی بی لدی هر ډول غندنه او شعاری ویناوی نتیجه نه ورکوی ځکه افغان ولس دا ۴۰ کاله لدی ډول کړاونو سره لاس او ګریوان دی داسی څوک نشته چی پاکستان ته ګوته ونیسی او بس وژلو امر وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *