تاند- د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ او ټیم یې د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي ته د کتنې وخت نه ورکوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د پدغه هیواد د صدراعظم خاص سلاکار طارق فاطمي له څه باندې یوې اوونۍ راهیسي امریکا ته تللی چې د دغه هیواد له منتخب ولسمشر او د نوموړي له کاري ټیم سره وویني خو لا هم بریالی شوی نه دی چې له ټرمپ یا د ده د ټیم له غړیو سره وویني.

ډان ورځپاڼه وايي چې د امریکا منتخب ولسمشر او ټیم یې قصداً نه غواړي چې د پاکستان د حکومت له استازي سره وویني.

دا په داسي حال کې ده چې ټرمپ څه موده پخوا د پاکستان صدراعظم او هیواد یې په ښو ټکو یاد کړی و.

نوازشریف غواړي چې چې د پاکستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې تغییر راشي او ښاغلی فاطمي یې هم د همدې لپاره دغه هیواد ته استولی دی.

ځیني پاکستانیان حتي اندېښمن دي چې د پاکستان په اړه به د ټرمپ پالیسي ممکن تر اوباما سخته وي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ویلي چې هلې ځلې کوي څو د پاکستان د صدراعظم د خاص استازي او ټرمپ ترمنځ د خبرو امکان برابر کړي. دغه سفارت په عین حال کې ویلي چې تراوسه پوري یې هڅو نتیجه نه ده ورکړې او په علت یې نه پوهېږي.

د امریکا مشرانو جرګې د نوي مالي کال په پوځي بودجه کې پاکستان ته ۹۰ ملیون ډالره په پام کې نیولي خو ویلي یې دي چې دا پیسې په هغه صورت کې پاکستان ته ورکول کېږي چې دا هیواد د حقاني شبکه له خپلې خاورې وباسي.

One thought on “ټرمپ او ټیم یې د پاکستان د حکومت استازي ته د ملاقات وخت نه ورکوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *