د امریکا ولسمشر دانلډ ټرمپ اعلان کړی دی چې له چین سره به د خپل هیواد د اقتصادي اړیکو د بیا رغښت لپاره مذاکرات پیل کړي.
ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې اړه یې د چین له ولسمشر شیجن پینګ سره ټلیفوني خبرې هم کړي دي او دواړه به راتلونکې اوونۍ په جاپان کې د جي ۲۰ هیوادونو په ناسته کې ګډون هم وکړي.
ټرمپ ویلي، له پینګ سره تر ملاقات وړاندې به د چین او امریکا مذاکراتي ټیمونه خبرو ته هم سره کښېني.
چین بیا د ټرمپ د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم تایید کړې ده چې د دواړو هیوادونو مذاکرات پيلېږي.
دا مهال د چین او امریکا اقتصادي جګړه خورا تونده شوې ده او پر نړیوالو بازارونو باندې یې هم خورا منفي اغیز ښندلی دی.