تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د افغانستان جګړه بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ ته سپاري.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له رویټرز خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، خصوصي امنیتي سیکتور ته یې د افغانستان د جګړې د سپارلو په کوم وړاندیز غور نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې د افغانستان جګړه بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ ته وسپاري او بلک واټر هم تیاري ښکاره کړې وه.
د دې خصوصي امنیتي کمپنۍ موسس ایریک پرنس چې یو ملیاردر دی ویلي، باور لري چې د افغانستان لانجه په څو زره اجیرو سرتېرو او درې نیم میلیارده ډالره پانګونې هوارېدی شي په داسې حال کې چې امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې پر دې جګړې ۷۱۴ میلیارده ډالره لګولي او اوس هم په دې هېواد کې ۱۵ زره امریکایي پوځیان او ۳۰ زره قراردیان حضور لري.
تېر کال هم د افغانستان د جګړې د خصوصي کېدو وړاندیز وړاندې شوی و چې د هغه وخت دفاع وزیر جېمز متیس ورسره مخالفت وکړ.
خو ښاغلي ټرمپ رویټرز ته وویل«د اریک پرنس پر پلان غور نه کوم.»
بلک واټر په عراق او افغانستان کې په بې رحمیو تورنه شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر ویندیو هارون چخانسوري هم د امریکا له لوري خصوصي امنیتي سیکتور ته د افغانستان د جګړې د سپارلو راپورونه بې اساسه وبلل.
چخانسوري وویل، د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزو امنیتي موافقو پر اساس د امریکا حکومت به له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.