اقتصادي مبصرین په دې اند دي چې د امریکا نوی ولسمشر به تر ډیره کورني سیاست ته پام واړوي او هڅه به یي دا وي چې په امریکي کې اقتصادي نظام پیاوړی کړي د کوم له مخې چې بیا کیدای شي بهرنی سیاست هم تر اغیز لاندي راوستل شي.
د امريکا ۴۵م ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ ولسمشرۍ ته ورسید .
په واشنګټن کې د پریسټن نړیوال اقتصادي انستیتیوت مشر جیفري شوت په دې باور دی چې ټرامپ د امریکې د تیر ولسمشر بارک اوباما په څير بهرنې پالیسۍ ته ډیره پاملرنه نه کوي بلکي تر ډيره یي هڅه په ملک کې دننه په کورني پوځي او اقتصادي سیاست را څرخي.
هغه وايي د ټرمپ پلان دا دی چې تر ډیره امریکايي تولیدات وده وکړي او د بهرنیو وارداتو مخه ونیول شي.

د یاد امریکايي پروفیسور پر وینا د ټرمپ له راتګ سره امکان لري سوداګریزه جګړه رامنځ ته شي او ډیری هغه قرادادونو لغوه شي چې د امریکې په تیر حکومت کې له یو شمیر ملکونو سره د آزادي سوداګرۍ په برخه کې تړل شوي ول.
نوموړی په دې باور دی چې دی له امریکا د باندي پانګوني ته ډير لیوالتیا نه لري او پر ځآی به یې هڅه وکړي تر څو د امریکې صادرات لوړ او د وارداتو کچه را ټیټه کړي.
ملیاردر ټرمپ یو له هغو کسانو دی چې ویل کیږي د امریکې د ولسمشرانو په تاریخ کې په دغه کچه له سیاسته لري پاتې او بي خبره کس سپیني ماڼۍ ته نه وو رسیدلی.
ټرمپ چې ویل کیږي یو غښتلی سوداګر دی هڅه به وکړي تر څو له ایران سره د امریکې وروستی قرار داد هم باطل کړي.
دغه تړون تیر کال د امریکې، ایران او نړۍ د پینځو نورو ستراقتصاد درلودونکو هیوادونو تر منځ وشو تر څو یي له مخې ایران د خپلو یورانیمو بډاینه ودروي او امریکا او یاد نور ۵ ملکونه پرې تر یوه حده نړیوال بندیزونه لغوه کړي.
د ښاغلي جیفري شوت پر وینا د ټرمپ اقتصادي پالیسۍ ته په کتو سره داسي ښکاري چې دی پر ایران د اقتصاد بندیزونو د لري کولو مخالفت دی او د کار په لومړیو ورځو کې به په دې باب له سره پریکړه وکړي.
ویل شوي چې ټرمپ به په رسمي توګه د جنورۍ په اته ویشتمه لوړه وکړي او د سپیني ماڼی واګي به په لاس کې واخلي..
دا ځل ټاکنو کې په ټرمپ پوري تړلی ګوند جمهوري غوښتونکي، نه یوازې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې بلکې د استازیو او سنا جرګو انتخابات یې هم ګټلي دي.