تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن /پنجشنبه/ وویل چې د لومړي ځل لپاره به افغانستان ته سفر وکړي.

ښاغلي ټرمپ په تېرو دوو کلونو کې، چې د امریکا د ولسمشرۍ پر چوکۍ کېښنیتی، تراوسه افغانستان ته سفر نه دی کړی.

ده د شکرانې یا د شکر ایستلو د ورځې په مناسبت نن د ټیلي کنفرانس له لارې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره خبرې وکړې.

امریکایان د هر کال د نوومبر په درېمه پنجشنبه د شکرانې ورځ لمانځي.

ټرمپ د شکرانې د ورځې په لړ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، امریکا په افغانستان کې د سولې پیاوړې خبرې پیل کړي خو نه پوهېږي ایا دا خبرې به بریالۍ شي او که نه.

«موږ د سولې په اړه خبرې کوو او وبه ګورو چې څه نتیجه ورکوي. خبرې دوام لري. نه پوهېږم چې بریالۍ کېږي، ښايي بریالۍ نه شي. څوک خبر دي؟ ممکن کامیابې شي او یا هم ممکن ناکامې شي.»

ټرمپ د امریکا د هوايي ځواک یوه جنرال ته وویل، ژر به یې په امریکا کې وویني او زیاته یې کړه«یا ښايي تر دې وړاندې دې همالته (افغانستان) ووینم. څوک نه پوهېږي چې څه کېږي.»

ده تېره اوونۍ فکس نیوز تلویزیون ته هم ویلي و چې ژر به افغانستان او عراق ته لاړ شي خو د خپل سفر وخت نه اعلانوي ځکه چې امنیتي اندېښنې شته.

د امریکا تېرو دوو ولسمشرانو جورج ډبیلو بوش او بارک اوباما افغانستان ته ډېر سفرونه کول په تېره بیا د کرسمیس او یا هم د نوي کال په مناسبت یې په افغانستان کې خپل پوځیان له نژدې لیدل. خو هغه مهال په افغانستان کې په لسګونو زره امریکايي پوځیان مېشت ول، اوس د ټولو بهرنیو پوځیانو شمېر ۱۵ زره دی.

د ټرمپ مرستیال مایک پینس د تېر کال په دسمبر کې بګرام ته راغی او له امریکايي پوځیانو سره یې وکتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *